د سوات ضلعي انتظاميې د جون په درېيمه په مېنګوره کې د ناقانونه افغان کډوالو د کاروباري مرکزونو پر ضد عمليات ترسره کړل او تر پنځوسو زيات دوکانونه يې تړلي.
دغه عمليات د سوات د مرستيال کمشنر ارم مختيار په مشرۍ ترسره شول چې د ايف سي ځواکونو هم پکې ګډون درلود.
د عملياتو پر مهال په چينه مارکېټ، اکاخېل مارکېټ او کوچي مارکېټ کې تر پنځوسو زيات دوکانونه بند کړې شو. دغه دکانونه د افغان مهاجرېنو وو.

د ضلعي انتظاميې په وېنا، له دې وړاندې په يوه غونډه کې هغوي شاوخوا اتلس سوه افغان کډوالو ته، چې قانوني اسناد يې لرل، خبر ورکړې وو چې حکومت د دوی اسناد لغوه کړي او باېد خپل کاروبارونه وتړي او بېرته افغانستان ته ستانه شي.
بل لور ته د مېنګورې يو شمېر سوداګر ادعا کوي چې د افغان کډوالو پر ضد د عملياتو پر مهال د ځايي خلکو ځينې کاروبارونه هم د شپې له خوا هغه مهال سيل شوي چې بازارونه تړلي وو. د دوی په وېنا، ضلعي انتظاميې له بشپړې پلټنې پرته د افغان کډوالو په نوم ځينې کاروباري مرکزونه تړلي دي.
د چينه مارکیټ يو سوداګر محمد علي وايي چې دی د پاکستان تابعيت/شناختي کارډ لري او ټول قانوني اسناد ورسره موجود دي، خو دوکان يې ځکه تړل شوی چې هماغه دوکان يې له يوه افغان مهاجر څخه اخيستی و. هغه زياتوي چې د اړوندو اسنادو تر وړاندې کولو وروسته به يې دوکان بېرته پرانيستل شي.
په همدې حال کې د کوز دير په تېمرګره کې هم د افغان کډوالو پر ضد د ضلعي انتظاميې عمليات پېل شوي دي. د افغان کډوالو د کېمپ انچارج سلطان خان وايي چې د حکومت د پرېکړې له مخې د افغان کډوالو کېمپونه تړل شوي، خو لا هم يو شمېر افغانان په سيمه کې مېشت دي.

د تېمرګرې پوليس وايي، هغه افغان کډوال چې قانوني اسناد نه لري او په سيمه کې کاروبار کوي يا استوګن دي، په ضد به یې عملېات کېږي. د پوليسو په وېنا، په دې عملياتو کې ګڼ افغان کډوال نيول شوي او افغانستان ته به ډېر زر ولېږدول شي.
د مېنګورې د امانکوټ سيمې ۴۰ کلن نور اغا وايي چې د ده نيا او نيکه د سوات د رياست په وخت کې له افغانستانه راغلي وو. نوموړی وايي، زده کړې يې په سوات کې کړې دي، درې وروڼه او لويه کورنۍ لري، کاروبار کوي او خپل کورونه لري. هغه زياتوي چې په افغانستان کې نه خپلوان لري او نه د استوګن ځاې، نو که حکومت يې بېرته افغانستان ته ولېږي، له جدي ستونزو سره به مخ شي