سعودي حکومت د څو وارې  استعما لیدونکې د یو کال عمرې ويزې شروع کړې

د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت د عمرې لپاره د يو کال اعتبار لرونکې څو وارې ويزې اعلان کړی، چې له مخې به زائرين وکولای شي د ويزې د اعتبار په موده کې څو ځله سعودي عربستان ته د عمرې لپاره سفر وکړي.

د خپور شوي راپور تر مخې، د دې ويزې لرونکي کسان به د يو کال په موده کې څو ځله سعودي ته داخلېدلی شي، خو د ټولو سفرونو د اوسېدو ټوله موده به له ۹۰ ورځو څخه زياته نه وي.

د ويزې د شرايطو له مخې، د هر سفر لپاره به زائر بايد د نسک ډيجيټل پلېټفارم له لارې د منظور شويو خدمت وړاندې کوونکو څخه د عمرې يو خدماتي پکېج واخلي. د دغه پکېج موده به د ويزې له پاتې اعتبار څخه زياته نه وي.

همدارنګه، سعودي ته له سفر مخکې به د نسک اپليکېشن له لارې د  عمرې رسمي اجازه اخيستل هم لازمي وي ‌.

راپور وايي، هر ځل چې زائر له سعودي ووځي، ويزه به غيرفعاله شي او د راتلونکي سفر لپاره به د اړوندو مقرراتو تر پوره کولو وروسته بېرته فعاله کېږي.

خو دا ويزه به د حج د موسم پر مهال، يعنې د ذي القعدې له لومړۍ نېټې څخه د ذي الحجې تر ۱۳مې پورې، د کارولو وړ نه وي.

د سعودي د حج او عمرې وزارت وايي، دا نوې ويزه به د زائرينو لپاره د سفر په پلان جوړولو کې لا زياته اسانتيا رامنځته کړي او د عمرې د ټول سفر پر مهال به ډيجيټلي او عملياتي خدمتونه نور هم منظم کړي.

د سعودي د عمومي ادارې د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې نږدې ۴۳ ميليونه کسانو عمره ادا کړې وه.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.