د ۲۰۲۶ نړيوال جام پر مهال لوبغاړو ته له اووه ميليونو زيات سپکوونکي پيغامونه لېږل شوي،فيفا

 دفټبال دنړيوال فدراسيون يا فيفا وايي، د ۲۰۲۶ نړيوال جام پر مهال يې له اووه ميليونو زيات داسې پوسټونه او پيغامونه موندلي چې پکې سپکاوی، ګواښونه او کرکجنه ژبه کارول شوې وه.

د فيفا په وينا، دا پيغامونه د لوبغاړو، لوبډلو، روزونکو(تربيت ورکوونکو) او د سياليو د چارواکو خلاف په ټولنيزو رسنيو خپاره شوي وو.

فيفا وايي، د ټولنيزو رسنيو د څار لپاره يې يو ځانګړی نظام جوړ کړی چې د ګواښونو، سپکوونکو خبرو او توپيري( امتيازي) ژبې پېژندنه کوي او داسې پوسټونه معلوموي.

د فيفا په وينا، دا شمېر ښايي چې د فوټبال د نړيوال شهرت سره سره، د لوبغاړو خلاف انلاين ځورونه او سپکاوی هم ورځ تر بلې زياتېږي.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.