د ۲۰۲۶ نړيوال جام فاينل نن د ارجنټاين او هسپانيې ترمنځ لوبيږي

د فوټبال د ۲۰۲۶ نړيوال جام فاينل به نن، د جولای په ۱۹مه، د امريکا د نيوجرسي ايالت په نيويارک ـ نيوجرسي لوبغالي کې د ارجنټاين او هسپانيې ترمنځ ترسره کېږي.

د فوټبال نړيوال فدراسيون (فيفا) وايي، لوبه به د نيويارک پر وخت د يکشنبې په ورځ ماسپښين ۳ بجې پيلېږي. د وخت د توپير له مخې به دا سيالي په افغانستان کښې د يکشنبې د شپې ۱۱:۳۰ بجې او په پاکستان کښې د يکشنبې او ګل ترمنځ شپه، يعنې د جولای ۲۰مې په پيل کې د شپې ۱۲ بجې شروع کېږي.

ارجنټاين به د ليونل مېسي په مشرۍ هڅه کوي چې پرله ‌پسې دويم نړيوال جام خپل کړي، په داسې حال کې چې هسپانيه غواړي د خپل تاريخ دويمه نړيواله اتلولي وګټي.

تمه کېږي چې دا فاينل به د نړۍ د ميليونونو فوټبال مينه ‌والو پام ځان ته راواړوي او د دواړو پياوړو لوبډلو ترمنځ به يوه سخته او په زړه پورې سيالي وي.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.