د قدرتي افتونو د نظم ادارې پي ډي اېم اې امکانات ښودلي چی سږ کال د تودوخې د زیاتېدو له وجې په غرونو کې د واورو ګټان ويلې شي، او سېلابونه ترې جوړ شي۔
د پي ډي اېم اې ترجمان ويلې دي چې په بر او کوز چترال، بر او کوز دير،بر او کوز کوهستان، مانسهره او په سوات کې سیلابونه راتللې شي۔
پي ډي ايم اې وايي ګليشيايي تالابونه يا د اوبو هغه ډنډونه چې د کمې تودوخۍ د وجې کنګل شوي، د روانې ګرمۍ له وجې یی اوبه کیدو امکان شته۔
دوي ليکلي چی که بارانونه وشي نو ښکته سيمو کې د ممکنه سيلابونو له وجې يې اړونده ادارو ته هدايات جاري کړې دي چې احتياطي ګامونه دې واخلي۔
ماهرین وایي چی موسمي بدلون د نړۍ د نورو هېوادونو تر څنګ پاکستان هم ډېر اغېزمن کړی دی۔

د موسمیاتو د ادارې پخواني چارواکي سید مشتاق شاه مشال ډیجیټل ته وویل چی د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان خپل رپورټ کې امکان ښودلې چې د روان کال په شمول راتلونکي څلورو کالونو کې به تودوخه یو اعشاريه پنځه درجې زیاتیږي۔
سید مشتاق شاه زیاتوي چی ۷۰ سلنه امکان دې چې ګرمي هم د دغه درجې مطابق زیاته شي، او که داسې وشو، نو دې سره به غرونو کی واورې اوبه شي، سیلابونه به راوځي، بې موسمه بارانونه به وشي، ولاړ فصلونه به خراب شي، او هم دا شان ودانیو او مالونو ته به ډېر زيان ورسيږي۔
نوموړي دا هم وويل چی حکومت او اولس بايد د تودوخې د زیاتېدو د مخ نيوي په هدف کوټلي ګامونه پورته کړي۔
سید مشتاق شاه دا هم وويل چی په تېرو دېرشو کالونو کې د تودوخې درجه شاوخوا يوه ډګري سېوا شوې ده.
داقليمي بدلون او تودوخې د مخنيوي ګامونه:
په پېښور پوهنتون کې دانوايرمېنټل کېمسټرۍ څانګې مشر پروفېسر ډاکټر حزب الله جان وايي چې که مونږ په غريزو او شاړو زمکو باندې ونی نال کړو، کارخانو، پېداواري صنعتونو او ګاډو کې کېټا لېټک/کيټليټيک کنورټر ولګوو نو دې سره به هم د ګیسونو د وجې پېدا کېدونکې تودوخه کمه شي۔
ده زیاته کړه چې که د ګېس او بجلۍ پر ځای شمسي بجلي وکاروو، دهوا نه بجلي جوړه کړو نو دې طريقو سره مونږ د کاربن یا لوګي مخ نيوی کولی شو،
نوموړي زياته کړه چی مونږ له د پلاسټک استعمال هم کمول پکار دي.
د موسمي بدلون په کروندو اغېز
د موسمي بدلون د اغيز د وجې پاکستان کې د کروندګرو ترمخه د دوي د فصلونو کر، د دې د پخېدو او د رېبلو وختونه هم بدل شوي دي۔
پوهان واېي چې بې موسمه بارانونو او په غرونو د واورو پرېوتو له وجې هم فصلونه اغېزمن شوي دي چې ځينې وختونه يې پېداوار کې کمې وي او چې کله ږلۍ وشي نو فصلونه خراب شي۔
په تيرو کلونو کې پاکستان کې سېلابونو پنجاب، خيبر پښتونخوا او بلوچستان او سيند صوبه کې مالي او ځاني زيانونه هم اړولي دي۔
پاکستان کې هر کال په جون، جولايي او اګست کې د پشکال بارانونه او سيلابونه هم راوځي، چې هغې هم په تېرو وختونو کې ډېر انساني او مالي زيانونه اړولې دي۔
د روانې میاشتې جون په دويمه نېټه هم په شانګلې کې د باران او تېزو هواګانو له وجې د پي ډي اېم اې د شمېرو ترمخه یوه کوټه ړنګه شوې، چی پکې شپږ ماشومان مړه شوي او يو ژوبل شوی۔