د ګرمۍ له زیاتېدو سره په هېواد کې د برېښنا لوډشیډنګ خلک په خپلو کورونو کې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي

د ګرمۍ له زیاتېدو سره په هېواد کې د برېښنا لوډشیډنګ نه یوازې خلک په خپلو کورونو کې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي، بلکې سوداګر او کاروباریان هم وایي چې د دوی کاروبارونه یې سخت اغېزمن کړي دي.

کاروباریان وایي، نن سبا ډېری کاروبارونه پر برېښنا ولاړ دي یا له برېښنا سره تړاو لري، نو د ۱۲ ساعتونو او یا تر دې هم د زیاتپارچاو( لوډشیډنګ) له امله یې کاروبارونه په ټپه درېدلي دي.

په خیبر پښتونخوا کې د سوداګرو د اتحادیې (چیمبر اف کامرس) پخوانی مشر، انجنیر مقصود انور، مشال ډیجیټل ته وویل چې دا د نوې ټکنالوژۍ او سیالۍ زمانه ده، او اوس ډېر کارونه د لاسونو پر ځای په برېښنا ترسره کېږي، ځکه په برېښنا کارونه ډېر چټک او اغېزمن کېږي.

د هغه په خبره چې هغه وختونه تېر شوي چې یو کار به په ورځو، ورځو په لاس ترسره کېده. د برېښنا د لوډشیډنګ له امله ډېری کاروباریان بېکاره ناست وي، له مالي زیانونو سره مخ وي او یا هم نورو صوبو او هېوادونو ته د خپلو کاروبارونو د لېږدولو ته اړ شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې په دې صوبه کې د ترهګرۍ، ناامنۍ او د اسانتیاوو د نشتوالي له امله سوداګر له وړاندې هم له ستونزو سره مخ وو، خو د برېښنا او ګاز لوډشیډنګ یې پاتې کاروبار هم سخت زیانمن کړی دی.

د درزیانو (خیاطیانو)د اتحادیې استازي محمد علي مشال ډیجیټل ته وویل چې د درزیانو ټول کار پر برېښنا ولاړ دی. هغه وایي، هر درزی دومره وس نه لري چې د لمریزې برېښنا (سولر) سیستم ولګوي، او په ځینو تنګو بازارونو او مارکېټونو کې د دغه ډول سیستم د نصبولو لپاره مناسب ځای هم نه وي.

محمد علي وایي، د دوی کاروبار تر نیمايي هم ډېر کم شوی دی، ځکه خلک د اخترونو، ودونو او نورو ځانګړو مراسمو لپاره په ټاکلې نېټه د جامو ګنډلو غوښتنه کوي. خو چې برېښنا نه وي، نه جامې ګنډل کېدای شي او نه هم استري کېدای شي، چې له امله یې له پېرېدونکو سره شخړې رامنځته کېږي.

د هوټل کاروباري محمد آصف وایي، په دې سخته ګرمي کې چې پېرېدونکي هوټل ته راشي، ځینې د پنکې او ځینې د ایرکنډېشن غوښتنه کوي، خو که برېښنا نه وي، نو نه پکی (پنکه) چلېږي او نه ایرکنډېشن.

هغه وایي، خوراکي توکي لکه غوښه، قیمه او سبزي په یخچالونو (فریزرونو) کې ساتل کېږي، خو د برېښنا د نشتوالي له امله ژر خرابېږي.

محمد آصف زیاتوي، که څه هم په هوټل کې یې د ورځې لپاره د لمریزې برېښنا سیستم لګولی، خو د شپې د واپډا برېښنا کاروي. د همدې له امله د جون میاشتې د برېښنا بل شاوخوا یو نیم لک روپۍ راغلی دی. د هغه په خبره، له یوې خوا د برېښنا لوړ بلونه دي او له بلې خوا د لوډشیډنګ له امله د شپې ډېر خوراک خرابېږي.

بلخوا د برېښنا او اوبو وفاقي وزیر، اویس لغاري، بیا بیا وایي چې د برېښنا اداره د برېښنا د غلا او د بیلونو د نه ورکړې له امله هر کال له درنو مالي زیانونو سره مخ کېږي، له همدې امله پارچاو یا لوډشیډنګ هم ترسره کېږي.

خو نوموړي د جولای پر ۴ مه په اسلام‌اباد کې د پاکستان ـ ترکیې سوداګریز فورم ته په وینا کې وویل چې په تېرو دوو کلونو کې یې د برېښنا د لېږد او وېش تاوانونه تر ۴۵ سلنې راکم کړي دي، او هڅې روانې دي چې د خصوصي شرکتونو په مرسته دغه تاوانونه نور هم کم کړي.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.