د کورمې ملک عزت ګل خاورو ته اوسپارلی شو

د هنګو پولیسو ځایي مشر طارق حبیب رسنیو ته ویلي وو چې ملک عزت ګل

د جولایۍ په ۲۱مه، له هنګو څخه خپل کور شاهو ته روان وو، چې د سټي تاڼې په حدودو کې د کړاپې پر سړک د خخ کړی شوي بمي چاودنې ښکار شو. چارواکي وایي، له چاودنې وروسته  ډزې هم اوشوې، چې پکې ملک عزت ګل او د هغه ملګری شعیب زخمیان شول او روغتون ته ولېږدول شول.

د هنګو د پولیسو مشر (ډي پي او) طارق حبیب ویلي دي، چې ملک عزت ګل په چاودنه کې سخت نه و ټپي شوی، خو وروسته یې د زړه د حملې له امله ساه ورکړه او نن د جولایي په ۲۲ مه خپلې پلرنۍ سیمې شاهو کې خاورو ته اوسپارل شو.

د پولیسو په وینا، ملک عزت ګل د کرمې د امن کمېټۍ او د سیمي د سولې د تړون یو مهم غړی و او په کرمه، اورکزو او هنګو کې یې د سولې د ټینګښت لپاره فعاله ونډه لرله.

پولیسو د پېښې د رامنځته کېدو وروسته سیمه کلابنده کړې، شواهد یې راټول کړي او د برید په اړه یې پلټنې پېل کړې دي. تر اوسه د دې برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.

بلخوا، د کرمې قبایلي مشرانو د ملک عزت ګل وژنه ستر تاوان بللی دی. هغوي ویلي دي، چې نوموړي د کرمې ضلعې کې د سولې لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې کړې وې او د هغه مړینه به د سیمي د تلپاتې سولې پر هڅو منفي اغېز وکړي.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.