د کاناډا د بهرنیو چارو وزیره په رسمي سفر اسلام اباد ته رسيدلې ده

د پاکستان د دولتي رسنيو د خبرونو تر مخه ، د کاناډا د بهرنيو چارو وزيره انیتا انند د پاکستان د رسمي سفر په ترڅ کې د دوشنبې په ورځ (۲۰مه جولايي) اسلام آباد ته ورسیده ۔

 د پاکستان نايب وزيراعظم (د لومړي وزیر مرستیال) او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د بهرنیو چارو په دفتر کې د هغې هرکلی وکړ ۔

دا په تيرو شلو کلونو کې لومړی ځل دی چې د کاناډا د بهرنیو چارو وزیره د پاکستان دوره کوي ۔

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په ۱۹مي جولايي خپری کړی يوی اعلاميه کې ويلي وو چې دا د دندې له پیل راهیسې د انيتا انند لومړی سفر دی چې پاکستان ته يې کوي ۔

د بهرنیو چارو وزارت وویل چې آغلې انند او اسحاق ډار به د پاکستان او کاناډا د اړیکو په اړه دوه اړخیزې خبرې اترې کوي ، د دوی خبرې به د سوداګرۍ او پانګونې، تعلیم او د خلکو ترمينځ د تبادلې په برخه کې د همکارۍ په پیاوړتیا تمرکز کوي ۔

په اعلاميه کې ويل شوي دي چې دواړه وزیران به د دوه اړخیزو ګټو سیمه ایزو او نړیوالو پرمختګونو په اړه هم نظرونه تبادله کوي ۔ آغلې آنند به د پاکستان د وزير اعظم (لومړي وزير) شهباز شريف په شمول د پاکستان د نورو مشرانو سره هم ګوري ۔

د کاناډا د بهرنيو چارو وزارت د يو بيان ترمخه ، د کاناډا او پاکستان اړیکې د خلکو ترمينځ د پراخو اړیکو پر بنسټ ولاړې دي، په کاناډا کې له ۳۰۰،۰۰۰ څخه ډیر پاکستاني نژاده کاناډایان او په پاکستان کې شاوخوا ۲۰،۰۰۰ کاناډایان ژوند کوي ۔

تېره میاشت، کاناډا له پاکستان سره د بهرنۍ پانګونې د ودې او ساتنې تړون په اړه د خبرو اترو دوهم پړاو کوربه توب هم کړی و ۔ د روان کال په فبرورۍ کې، پاکستان او کاناډا په اسلام آباد کې د دوه اړخیزو سیاسي مشورو په شپږم پړاو کې د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د همکارۍ پر اهمیت ټینګار کړی و ۔

په اسلام اباد کې د اقتصادي چارو خبريال خليق کياني مشال ډيجيټل ته وويل چې د کاناډا د بهرنيو چارو وزيرې د سفر پاکستان ته سم دستي ګټه په نظر نه راځي خو په سفارتي توګه يو مهم پرمختګ دی ۔

هغه زياته کړه چې د پاکستان او کاناډا ترمينځ دوه اړخیز سوداګریز تجارت د یو ملیارد ډالرو څخه زيات دی ۔ پاکستان ته د کاناډا صادرات شاوخوا ۵۰۰ ملیون ډالرو ته رسیږي، او کاناډا ته د پاکستان صادرات شاوخوا ۶۹۶ ملیون ډالره ښودلی شي ۔

خو يو بل اقتصاد پوه او د فيډرل بورډ آف ريونيو پخواني چيرمين ډاکټر ارشاد مشال ډيجيټل ته وويل چې د تيرې څه مودې راهيسې د کاناډا او پاکستان ترمينځ تجارت په زياتيدو دی او د کاناډا د درنګونو شرکتونه د ریکو ډیک درنګ په څیر لویو سیمه ایزو پروژو کې کار کوي ، ځکه شل کاله پس پاکستان ته د کاناډا د بهرنيو چارو وزيرې سفر ګټور ګڼل کيږي ۔

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.