د ”کال اف ډيوټي“ نوى فلم به د ”ماډرن وارفيئر“ پر کيسې جوړېږي

 د فلمي صنعت خپرونې (ورايټي) راپور ورکړي چې د (کال اف ډيوټي) راتلونکى فلم به تر ډېره د «ماډرن وارفيير» په نوم د مشهورې ويډيويي لوبې پر نړۍ ولاړ وي.

د راپور له مخې، د «پاراماونټ پکچرز» سټوډيو د دې پروژې پر جوړولو کار کوي او فلم جوړوونکي ټېلر شېرېډن هم له دې پروژې سره يوځاى شوي دي.

(ماډرن وارفيير) د (کال اف ډيوټي) د لوبو  دلړۍ  هاغه  مشهوره برخه ده  چې کيسې يې د عصري  جګړو، ځانګړو ځواکونو ، ترهه ګرۍ پر ضد عملياتو او نړيوالو امنيتي  ممهماتو نه چورلي

 تر اوسه د فلم د بشپړ کاسټ، د فلم جوړولو وروستۍ نېټې او د سينما د رسمي خپرېدو نېټې په اړه معلومات نه دي خپاره شوي، نو د احتمالي نومونو او نېټو په اړه اټکل سم نه دي.

 تجزيه کاران( شنوونکي) وايي، د دې فلم جوړېدل ښيي چې هاليووډ لا هم د مشهورو ويډيويي لوبو کيسې سينما ته د راوړلو هڅه کوي، ځکه دا ډول لوبې په ټوله نړۍ کې  ميليونونه مينه ‌وال لري.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.