د پردې شاته هغه غږ چې د پښتنو په ویښولو یې تاریخ جوړ کړ

په ۱۹۲۲ کال کې د نوښار د زیارت کلي د میا آزاد ګل په کور کې یوه داسې نجلۍ وزېږېده چې وروسته یې د س.ب.ب په نوم د پښتو ادب تاریخ بدل کړ۔ دا نوم د سیدہ بشری بیګم  مخف وؤ، چې د خپلې کورنۍ، چاپیریال او د هغه وخت د ټولنیزو محدودیتونو له امله یې خپل اصل نوم پټ ساتلی وؤ۔ سیدہ بشری بیګم د پښتو ادب هغه نامتو شاعره او لیکواله وه چې د غلامۍ په دور کې یې د قلم په ذریعه د پښتنو د ویښولو کار وکړ۔

   څیړونکی او د قائد اعظم پوهنتون پخوانی استاد ډاکټر پروفیسر سید وقار علي شاه د سیدہ بشری بیګم په اړه مشال ډيجيټل ته  خپلو خبرو کي وويل، نوموړې د سیدانو له کورنۍ سره تعلق لرو، د هغې  وخت کي  ښوونځي او د ښځو د تعلیم لپاره وسایل نه وو۔ ولي  خوش بختي ئې دا وه چې کورنۍ یې علمي او ادبي وه، د هغې پلار میا آزاد ګل هم یو لیکوال وؤ او د “افغان” په نوم به یې یوه رساله په اردو، پښتو او فارسی ژبو کې له مردان نه خپروله او د خپل فاضل  پلار په برکت سیدہ بشری بیګم له ماشومتوب نه د لیک لوست سره آشنا شوه چې وروسته په س.ب.ب نوم یې شهرت وموند، او کله چې په ۱۹۳۰م کال کې د خدایي خدمتګار تحریک پیل شو، نو سیدہ بشری بیګم هم د دې کاروان برخه شوه۔

 مردان کي د پښتو اکیډمۍ مشر ډاکټر ظفر بخشالی وايي، د پښتنو د ویښولو، په هغوی کې د سیاسي شعور بیدارولو او د خپلې ژبې او کلتور د اهمیت د پوهې لپاره هغي د خدایي خدمتګار تحریک پلیټ فارم کارولو۔ چې پکې الفت بیګم درد او س.ب.ب شاملې دي، د س.ب.ب په شاعرۍ کې د ځپل شوي قام استازی ښکاري۔ په هغه وخت کې پښتنو سره د اړیکو یوازینۍ لاره “پښتون مجله” وه۔ د هغې ویل شوي نظمونه به اکثر د پښتون مجلې په ټایټل او دننه صفو کې چاپ کېدل۔ د هغې یو مشهور نظم

زمونږ په وینو دي تازه شي وچ بوستان د وطن

یو ځل دي زار په معشوقې شي عاشقان د وطن

چې ترقی د قام ، وطن د ځان زینت وګڼو

خو د غفلت نه دي بیدار شي ځوانان د وطن

لیکوالې او شاعرې کلثوم زیب په خپل کتاب “پښتنې ملغلرې” کې لیکي چې ۱۹۳۰ کال کې د آزادۍ تحریک د س.ب.ب جذبات راوپارول او د غلامۍ د تورې شپې خلاف یې د خپلو شعرونو له لارې په پښتنو کې د آزادۍ جذبه تانده کړه۔ د هغې لومړی مضمون “شریعت” په پښتون مجله کې د خپل مختصر نوم سره چاپ شو۔ وروسته دغه لړۍ دوام وکړ۔ د هغې په افسانو کې “نامراده جهان آرا” ته ډېر شهرت هم ورپه برخه شو۔ تاریخ پوهان وايي چې د س.ب.ب په نظمونو کې د قامي جذبې، رورولۍ، مینې او په خاصه توګه د ښځو په تعلیم او تربیت باندې زور ورکړل شوی دی۔ د هغې د کلام مجموعه په۱۹۵۶ کال کې د “زیری” په نوم چاپ شوه۔

 سيده بشرى بيګم (س ب ب) په اره ډاکټر پروفيسرسيد وقار علي شاه زیاتوي، د پښتون  ليک لوست څلور دورونه تېر شوي دي خو د خوند خبره دا ده چې په څلورو وانړو  دورونو کې زیات لیکل س.ب.ب کړي دي، ورسته ورسره الف جان خټکه هم په څلوروم دور کي شامله شوه۔ نوموړې وايي ، سيده بشري بيګم  د ستر پردې سخته پابنده وه، ولی یوازې د اجمل خټک نه چې استاذ او لارښود يي وؤ، ستر يي تري مات وؤ۔

سیدہ بشری بیګم د پښتو ادب په تاریخ کې د ښځینه لیکوالو په برخه کې مهم رول لوبولی دی۔ هغې د ښځو د ستونزو بیان ته ځانګړې پاملرنه کړې ده او شعرونه یې د ښوونځیو په نصاب کې هم شامل شوي دي۔ د پښتو ژبې دا نامتو شاعره او ادیبه د ۱۶ اګست ۲۰۰۲ کال کې وفات شوه۔

س.ب.ب ثابته کړه چې قلم د تورې نه پیاوړی وي۔ په هغه دور کې چې ښځې د کور له دیوالونو نه بهر نه وتلې، یوې پرده نشینې زنانه د “پښتون مجلې” له لارې د ټول قام شعور ویښ کړو او په دغه لړ کي يي دومره ليکل کړي چي د اوسني دور سره سمون خوري او  نن هم ورته  انسان ګوته په خله پاتي شي۔

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.