د پخواني تیز بالر شاه پور ځدراڼ جنازه به د زیارت په سهار لس بجې کابل کې ادا کیږي

د افغانستان د کرکټ لوبډلې پخواني تېز بالر شاپور ځدراڼ مړی به نن، د جولای په ۸مه، له هند څخه افغانستان ته ولېږدول شي. نوموړی له څو میاشتو راهیسې د هند په ډیلي ښار کې تر درملنې لاندې و او د ناروغۍ له امله یې د ۳۹مې کلیزې نه یوه ورځ وړاندې ساه ورکړه.

د افغانستان کرکټ بورډ په خپله اېکس پاڼه لیکلي، د شاه پور ځدراڼ جنازه به سبا (په زیارت) په عیدګاه جومات کابل کې لس بجې ادا کیږي.

شاپور ځدراڼ د افغانستان د کرکټ د پرمختګ په لومړیو کلونو کې یو له پېژندل شوو لوبغاړو څخه و. هغه د ۲۰۰۹ نه تر ۲۰۲۰ پورې د افغانستان لپاره ۴۴ یو ورځنۍ نړیوالې او ۳۶ شل اوریزې نړیوالې  لوبې کړې او ټولټال یې ۸۰ نړیوالې ویکټې اخیستې.

 هغه په ځانګړي ډول د ۲۰۱۵ نړیوال جام کې ښه وځلېد او په اسټرالیا او نیوزیلنډ کې یې د افغانستان لپاره تر ټولو زیاتې، یعنې ۱۰ ویکټې واخیستې. نوموړي د ۲۰۱۰ نه تر ۲۰۱۶ پورې په څلورو شل اوریزو نړیوالو جامونو کې هم ګډون کړی و او په نهو لوبو کې یې ۹ ویکټې اخیستې وې.

شاپور ځدراڼ د افغانستان د لوګر ولایت اوسېدونکی و، خو د جګړې له امله یې کورنۍ د پاکستان پېښور ته کډه شوې وه. هغه په پېښور کې د ارباب نیاز لوبغالي او جمخانه کې د کرکټ زده کړه وکړه او په ۲۰۰۱ کال کې یې د هارډبال کرکټ پیل وکړ.

هغه د ۲۰۰۹ کال د اګست په میاشت کې د نېدرلېنډ پر ضد خپله لومړۍ یو ورځنۍ نړیواله لوبه وکړه او د ۲۴ منډو په بدل کې یې څلور ویکټې واخیستې، چې دا یې د یو ورځنیو لوبو تر ټولو غوره بالینګ پاتې شو. په ۲۰۱۰ کال کې یې د ایرلنډ پر ضد خپله لومړۍ شل اوریزه نړیواله لوبه وکړه، او په دې بڼه کې یې تر ټولو غوره بالینګ په ۲۰۱۸ کال کې د بنګله دېش پر ضد د ډهرادون په لوبه کې وکړ، چې د ۴۰ منډو په بدل کې یې درې ویکټې واخیستې.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.