امنیتي سرچینو ویلي چې د جون له لومړۍ نېټې څخه تر ۱۲م جون پورې امنیتي ځواکونو د شمالي وزیرستان په پلنګ زئي، خوزئي او ندیم کوټ سیمو کې پراخ هدفي عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې ۶۲ وسله وال وژل شوي دي ۔
د پوځ سر چينې ادعا کوي چې په يادو عملياتو کې د وسلوالو څلور ډېر مطلوب قوماندانان هم شامل دي ۔ دوي وایي چې د جون له لومړۍ تر درېیمې نېټې ۲۸ وسله وال او د جون له څلورمې تر ۱۲مې نېټې ۳۴ نور وسله وال په عملياتو کې وژل شوي دي ۔
امنیتي سرچینې زیاتوي چې د عملیاتو پر مهال د وسله والو ۱۴ پټنځایونه او ګڼ شمېر سرنګونه له منځه وړل شوي دي ۔ همدارنګه له وسله والو څخه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي ۔
دوی وايي چې د عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو له یوه مرکز څخه یو کم عمره یتیم ماشوم هم ژغورل شوی دی ۔ سرچینې وایي چې په وروستیو کې خپرو شویو ویډیوګانو کې ليدل کيږي چې وسله وال په یادو سیمو کې د ځینو محلي مرسته کونکو سره د خلکو ترمينځ په ازاد ډول ګرځي ۔
امنیتي چارواکي وایي چې وسله وال تل هڅه کوي د سیمې خلک د ډال په توګه وکاروي او د امنیتي ځواکونو د عملیاتو مخه ونیسي، خو د هغوی پر ضد به عملیات تر هغه دوام ولري چې وروستی وسله وال هم له منځه یووړل شي ۔
د لوی اختر له درېیمې ورځې راهیسې د شمالي وزیرستان په یو شمېر سیمو کې کرفیو هم لګيدلې ده، چې له امله یې ځایي اوسېدونکي د تګ راتګ او ورځنیو اړتیاوو په پوره کولو کې له ستونزو سره مخ دي ۔ د ځايي اوسيدونکو په وینا، د موبایل شبکې او انټرنېټ خدمات هم تړل شوي، چې د خلکو د اړیکو او معلوماتو ترلاسه کولو چارې یې اغېزمنې کړې دي ۔
د عملياتو او د وژل شوو کسانو په اړه ادعا په ازادانه ډول تصديق نه شوه ۔
دا پاکستان وخت پر وخت د وسلوالو پر ضد عمليات تر سره کړي خو د ځايي اولس وايي د عملياتو له امله ملکي وګړي د ستوونزو سره مخ کېږې او په تيرو وختونو کې د ځانې او مالي ځيان سره مخ شوې دي.