د پاکستان قامي اسمبلۍ د راتلونکي مالي کال د پاره بجټ منظور کړو

د پاکستان قامي اسمبلۍ د سه شنبې په ورځ (۲۳م جون) د راتلونکي مالي کال بجټ (بودیجه) په داسې حال کې منظور کړو چې د حکومت مخالفو ګوندونو غړي له غونډې ووتل او واک اوټ ېې وکړو ۔ 
د خزانې وزیر محمد اورنګزیب د اپوزیشن د واک آوټ وروستو د راتلونکي مالي کال لپاره د بجټ بل د منظورۍ د پاره د قامي اسمبلۍ غونډې ته وړاندې کړو چې مشري يې سپيکر اياز صادق کوله ۔ 
غونډې ته په قامي اسمبلۍ کې د اپوزیشن مشر محمود خان اڅکزي هم وينا وکړه ۔ هغه په ګڼو مسالو خبرې وکړې او په حکومت يې سختې نیوکې وکړې ۔ د وينا کولو نه پس ښاغلی اڅکزی هم له غونډې ووت ۔ 
د اپوزیشن د مشر وینا د قامي اسمبلۍ په ټولنیزو رسنیو او سرکاري ټيليويژن په ژوندۍ بڼه خپره نه شوه ۔ که څه هم د یکشنبې په ورځ سپیکر ایاز صادق د اپوزیشن د غړو د ویناوو په خپرولو لګيلدلي اوږدمهاله بندیزونو لرې کولو اعلان کړی و ۔ 
له غونډې وتلو وروستو ښاغلي اڅکزي په ایکس ۰پخواني ټويټر) په يو پوسټ کې وويل :
"موږ د پاکستان د آيين (اساسي قانون) د ساتنې لپاره لوړه کړې ده ۔ تاسو آيين په پښو لاندې کولو کې د غیر جمهوري ځواکونو ملاتړ کړی دی؛ د خپلې رایې له لارې، تاسو دعدليې (قضا) وزرونه پرې کړي دي"
د ښاغلي اڅکزي په وینا، دا اقتباس د قامي اسمبلۍ په غونډه کې د هغه د وینا څخه و، چې "سانسور" شوې وه ۔ 
د اڅکزي له واک آوټ وروستو په قامې اسمبلۍ کې د خبرو پر مهال وزير اعظم (لومړي وزیر) شهباز شریف هیله څرګنده کړه چې د امریکا او ایران ترمينځ د اونۍ په پای کې په سویس کې د خبرو اترو دمخه لاسلیک شوی تفاهم لیک به په "اوږدمهاله تړون" بدل شي ۔
هغه په ​​خپله لنډه وینا کې د سویس په بورګنسټاک تفریحي ځای کې د وروستۍ سرمشریزې پرمختګونه یاد کړل، چیرې چې د امریکا او ایران پلاوي د پاکستان او قطر د منځګړو په توګه د ګډون سره یو ساعت اوږد بحث وکړ ۔ 
هغه وويل: "پاکستان په بشپړ اخلاص سره هڅه وکړه چې د دواړو خواوو ترمينځ واټن کم کړي  هغه خبرې اترې چې د یکشنبې په ورځ پیل شوې وې، د نیمې شپې څخه د دوشنبې تر ورځې پورې وغځېدې"
هغه وويل چې د خبرو اترو له پای ته رسیدو وروستو د دوشنبې په ورځ د منځګړو لخوا یوه ګډه اعلامیه خپره شوه، چې په کې یادونه وشوه چې د امریکا او ایران ترمينځ به په راتلونکو ۶۰ ورځو کې تخنیکي خبرې اترې ترسره شي ۔ 
ښاغلي شريف وويل چې په دې خبرو اترو کې به د ایران اټومي شتمنۍ، بالستیک توغندي او کنګل شوي شتمنۍ په اړه بحث کيږي ۔ 
هغه وويل چې د ایران ولسمشر مسعود پیژشکیان نن پاکستان ته راځي چې د دواړو هیوادونو ترمينځ د اړیکو په نور پیاوړې کولو په اړه خبرې وکړي ۔ 
وزيراعظم د قامي اسمبلۍ د غونډې نه د ښاغلي اڅکزي په وتلو خواشیني څرګنده کړه ۔ 

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.