د هاليووډ او پکسار نوی انيميشن فلم «ټوای سټوري ۵» د ۲۰۲۶ کال تر ټولو لوی بلاک بسټر فلم ګرځېدلی دی ۔
د فلم جوړونکو په وينا، دې فلم د خپرېدو په لومړۍ اوونۍ کې په نړۍ کې شاوخوا ۳۱۲ ميليونه ډالره ګټلي دي، چې د روان کال تر ټولو ستره فلمي پرانيسته بلل کېږي ۔
فلم د پخوانيو مشهورو کرکټرونو ووډي، بز لايټ يير او جېسي کيسه بيا راژوندۍ کړې ده ۔ دا ځل د لوبو د نړۍ تر ټولو لوی سيال يو ټېبلېټ او ډيجيټل سکرين دی، چې د ماشومانو د زيات سکرين ټايم موضوع په کې رااخيستل شوې ده ۔

د امريکايي رسنيو د راپورونو ترمخه ، د «ټوای سټوري ۵» بريا د هاليووډ د فلمي صنعت لپاره هم ښه زېری بلل کېږي ۔ سږ کال د سينماګانو عوايد د تېرو څو کلونو په پرتله زيات شوي او فلمي صنعت د کورونا وبا وروسته بېرته د ودې پر لور روان دی ۔
د فلم کتونکي وايي چې د «ټوای سټوري» لړۍ د ماشومانو او لويانو دواړو ترمينځ ډېره مشهوره ده ۔ همدا وجه ده چې کورنيو، ماشومانو او ځوانانو د فلم د نوې برخې تود هرکلی کړی دی ۔
بلخوا، د ۲۰۲۶ کال په لويو فلمونو کې «پروجيکټ هېل ميري» او «مايکل» هم شامل دي، خو د وروستيو شمېرو له مخې «ټوای سټوري ۵» د روان کال تر ټولو بريالی نوی فلم ګڼل کېږي ۔