د نويو تورونو سره د ټېټ وروڼو پر ضد د مقدمو شمېر ۵۹ ته ورسېد

د ټولنيزو رسنيو نامتو شخصيتونه اينډريو ټېټ او د هغه ورور ټرېسټن ټېټ د امريکا په فلوريډا ايالت کې د قانون پلي کوونکو ادارو له خوا نيول شوي دي، په داسې حال کې چې د برتانيې د څارنوالۍ ادارې پرې نور تورونه هم لګولي دي.

د راپورونو له مخې، په برتانيه کې د دواړو وروڼو پر ضد د نويو تورونو له ثبتېدو وروسته، اوس د دواړو پر ضد د جنايي تورونو ټول شمېر ۵۹ ته رسېدلی دی.

راپورونه وايي چې په نويو تورونو کې د جنسي تېري، انساني قاچاق، زور زياتي او له ښځو سره د ناوړه چلند اړوند مقدمې شاملې دي. دواړه وروڼه دا ټول تورونه ردوي او وايي چې دوی هېڅ قانون پرضد کار نه دی کړی.

ټېټ وروڼه مخکې هم په رومانيا کې د انساني قاچاق، د جنايي ډلې د جوړولو او نورو جرمونو په تور تر پلټنو لاندې وو. د رومانيا چارواکي هم د دوی پر ضد خپلې قانوني چارې روانې ساتي.

د برتانيې چارواکي غواړي چې د قانوني بهير له بشپړېدو وروسته دواړه وروڼه برتانيې ته وسپارل شي، څو هلته هم د دوی پر ضد ثبت شويو مقدمو ته د قانون له مخې كارروايۍ وشي.

تر اوسه د امريکا چارواکو د نيولو د تازه اقدام په اړه محدود معلومات ورکړي، خو ويل کېږي چې د قضيې قانوني بهير به په راتلونکو ورځو کې نور هم روښانه شي.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.