د خیبر پښتونخوا په سوات کې د خوشحال سکول او کالج په نوم چې نوموړي په کې زده کړې کړې دي، د جون په ۲۳مه نېټه د سيدو شريف په موزيم کې د نصابي کتابونو ترڅنګ د نورو کتابونو د لوست دود ته د ودې ورکولو په موخه يوه ځانګړې غونډه ترسره کړه.
په دغه غونډه کې د بېلابېلو ښوونځيو زده کوونکو، د ضلعي ادارې استازو، د بابوزۍ مرستيال کمشنر ارحم مختيار، ښوونکو او خبريالانو ګډون کړی و. د غونډې پر مهال يوه رکشه له کتابونو ډکه شوې وه چې ورته د “کتاب دوست ګاډی” نوم ورکړل شوی و.

د غونډې تنظيموونکې او د خوشحال سکول مشري (پرنسپلې) هما شاکر خبريالانو ته وويل چې دغه مهم د ملالې فنډ په مالي مرسته پيل شوی دی. د هغې په وينا، د دې پروګرام له لارې به زده کوونکو او عامو خلکو ته د لوست لپاره وړيا کتابونه ورکول کېږي او ځينو ښوونځيو ته به د کتابونو ډالۍ هم ورکول کېږي. هغې زياته کړه چې موخه يې دا ده چې زده کوونکي د نصابي کتابونو ترڅنګ له معلوماتي، ادبي او تفريحي کتابونو سره هم بلد شي.
د بابوزۍ مرستيال کمشنر ارحم مختيار غونډې ته په وينا کې د کتابونو پر ارزښت او ګټو خبرې وکړې. هغه وويل چې د کتابونو د لوست له برکته يې د سيالۍ ازموينې بريالۍ کړې او اوس په يوه مهمه حکومتي دنده بوخت دی. نوموړي زياته کړه چې لا هم د کتابونو لوست ته دوام ورکوي.

د بيټک سکول پرنسپلې اسيه بي بي مشال ډيجيټل ته وويل چې د کتابونو پر ارزښت هېڅوک انکار نه شي کولی، خو په بازار کې د کتابونو بيې ډېرې لوړې دي. د هغې په وينا، ډېری زده کوونکي او د هغوی کورنۍ د نصابي کتابونو په پېرلو کې هم له ستونزو سره مخ دي، نو ځکه د وړيا کتابونو دا ډول پروګرامونه د ماشومانو او کتاب مينه والو لپاره ډېر ګټور دي.
غونډې ته ورغلې زده کوونکې هما اکرم وويل چې په ښوونځيو کې زياتره يوازې نصابي کتابونه لوستل کېږي او د وخت په تېرېدو يې لوست پای ته رسېږي، خو معلوماتي او ادبي کتابونه د پوهې تر څنګ د تفريح سرچينه هم وي او د اوږدې مودې لپاره د لوستونکو په ذهن کې پاتې کېږي. هغې زياته کړه چې ډېری زده کوونکي خپل زيات وخت په موبايل تېرولو ضايع کوي، نو بايد د کتاب لوست ته زياته پاملرنه وشي.