د مردان او کاټلنګ او مردان او بخشالي تر مينځ د لويو لارو د پراختیا پروژې څو کاله تېرېدو باوجود هم نه دي بشپړې شوې، خو چارواکي وايي چې اوس دواړه پروژې د بشپړېدو وروستي پړاو ته رسېدلې دي ۔
د سرکاري ریکارډ ترمخه ، د مردان اوکاټلنګ ترمينځ د سړک د پراختیا پروژه په کال ۲۰۱۲۱ کې د اګست په ۲۷مه نيټه منظوره شوې وه، چې وروستو پرې په پړاوونو کې کار پیل شو۔
دا پروژه په مختلفو مرحلو کې ویشل شوې وه، خو د فنډونو د نشتوالي او نورو انتظامي ستونزو له امله پرې ګړندی کار و نه شو ۔ اوس مهال د دې سړک ډېره برخه بشپړه شوې ده، خو په ځینو ځایونو کې لا هم کار روان دی ۔
د کاټلنګ تحصيل اوسيدونکي جمال خان ، چي پر دي سړک روزانه سفر کوي ، مشال ډيجيټل ته وويل چي په سړک د کار کيدو له وجې هغه هره ورځ مردان ته په وخت نه رسي ۔ هغه وويل چې د دوړو او خاورو له عمله د سينې ، ساه او ځيني نورو ناروغو ښکار شوی دی ۔ هغه له حکومته غوښتنه وکړه چې دا کار زر مکمل کړي ۔
د سرکاري معلوماتو او د کال ۲۰۲۳ د بجټ د اسنادو تر مخه ۔ د پروژي لپاره دري عشاريه دري اربه روپۍ ځانګړې شوې چي پکې درې کروړه د پاسه دوه اربه روپۍ د سړک د پراختيا او نور کار لپاره دي او يو ارب روپۍ به هغه خلکو ته ورکول کيږي چې د سړک جوړيدو له امله يې کورونو يا نورو ودانو ته زيان رسيدلی دی ۔
د منصوبې ايسټيميټ انجينير نور رحمان صافي مشال ډيجيټل ته وويل چې د کاټلنګ تحصيل نه د مردان ضلعي پورې ياد سړک باندې درې بړخو کې کار راوان دی ۔
هغه وويل چي د منصوبې د پوره کيدو اخري نيټه اپريل ۲۰۲۴ وه خو د فنډ د نشتوالي له امله دا موده د روان جون پورې وغځول شوه ۔
رحمان صافي وايي چې تر دي دمه د صوبايي حکومت لخوا ورته صرف يو ارب روپۍ ورکړل شوی دی او په سړک تر دي دمه دوه اربه روپي لګيدلې دي ۔
د خيبر پښتونخوا پخواني اعلا وزير محمود خان په کال ۲۰۲۱ کې د مردان ضلعې لپاره شاوخوا اتيا اربه روپو څخه زيات او بيا په کال ۲۰۲۶ کې اوسني اعلا وزير سهيل اپريدي د پنځوس اربه روپو نه زيات پرمختيايي پيکج اعلان کړی و ۔ په دې پيکج کې د ياد سړک د پرمختيا ، د روغتيا پروژې او د تعليمي ادارو تر څنګ نورې منصوبې هم شاملې وې ۔
دمردان او کاټلنګ ټرانسپورټرانو او د سیمې خلکو هم د دې پروژو په ځنډ اندېښنه ښودلې ده ۔ د ګدر اوسيدونکي حزب الله ، چې د لرګو د وړلو د پاره لوډر رکشه چلوي ، مشال ډيجيټل ته وويل چې د نیمګړو سړکونو له امله نه یوازې د سفر وخت زیات شوی، بلکې موټرو او رکشو ته هم زیان رسېدلی دی ۔
د نوموړي په وينا ، د لوډر رکشې د ټايرونو او نور کارونه يي هم زيات شوي دي ، د هغه د ګټې يوه غټه برخه د رکشې په جوړولو خرڅ کيږي ۔
ځايي اوسيدونکي وايي چې د بارانونو پر وخت په سړک خټې او ولاړې اوبه تګ راتګ ډېر مشکل کوي ۔ دوی هیله څرګنده کړه چې د سړک کار په ژر بشپړېدو سره به د ټريفک نظام ښه شي او خلکو ته به اسانتیاوې برابرې شي ۔
بلخوا د مردان او بخشالي ترمينځ سړک د پراختیا پروژه د کال ۲۰۲۲ په دسمبر کې منظوره شوې وه او په کال ۲۰۲۳ کې پرې عملي کار پیل شو۔ په دې پروژه کې د سړک پلنوالی زیاتول، د اوبو ایستلو سیستم ښه کول او د ټریفک رواني ښه کول شامل دي ۔ چارواکي ادعا کوي چې دا پروژه هم بشپړېدو ته نږدې ده ۔
د دواړو پروژو د ټیکه دار په وینا، د کار په ځنډ کې تر ټولو لوی سبب د صوبايي حکومت له خوا د فنډونو ناوخته ورکول وو۔ هغه وویل چې د فنډونو د نه شتون له امله کار کله پیل کېده او کله بندېده، چې له امله یې پروژه وځنډېده۔ خو اوس چې فنډونه برابر شي نو کاربه راوان شي او ډېره برخه بشپړه شوې ده۔