د خېبر پښتونخوا د کلتور او سيلګرۍ د ادارې د شمېرو له مخې، د 2025م کال د لوي اختر په رخصتیو کې د صوبې بېلابېلو سېلاني سیمو ته د ورتلونکو سېلګرو شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله 78.4 سلنه زیات شوی دی.
خېبر پښتونخوا د خپلو ښکلو سيمو، لوړو غرونو او شنو ورشوګانو له امله مشهوره ده، چېرته چې ملکي او بهر ملکي بهر په لکونو سېلګري د تفريح او سيل لپاره ورځي.
د خېبر پښتونخوا د کلتور او سيلګرۍ د ادارې له خوا د جون په لومړۍ نېټه خپرو شوې شميرو تر مخه سږ کال د اختر په څلورو ورځو کې د 11 لکه او 64 زره نه زیات سېلګري خېبر پښتونخوا ته راغلې وو.

د يادې ادارې نه مشال ډيجيټل ته په ځانګړي توګه تر لاسه شوې شميرې ښايي په 2025م کال د لوي اختر په رخصيتيو کې سېلګرو شمېر 6 لکه 52 زره او 595 وو.
د محکمې وياند سعد بن اويس وايي چې د سېلګرو د شمېر په زیاتېدو کې د سیلاني ځایونو د انتظاماتو ښه والې، امنیتي تدابیر او د اړوندو ادارو د يو بل سره څنګ په څنګ کار کول مهم عوامل وو. د ويادند په وینا، د ټورېزم پولیسو او ځايي ادارو د اختر په ورځو کې سېلګرو ته اسانتیاوې برابرې کړې وې
د محکمې د معلوماتو له مخې، سوات، ناران، ګلیات او د پخوانیو قبایلي ضلعو سیلاني سیمو د اختر پر مهال د زرګونو کورنیو او سېلګرو کوربه توب وکړو. چارواکي وايي چې د دې ترڅنګ 16 بهرنیو سېلګرو هم د صوبې له سیلاني سیمو لیدنه وکړه