د لوبغاړي فیران ټورس نه ټرافي پریوته

د فیفا ورلډ کپ د فاینل اتل او د سپین د فوټبال لوبغاړي فیران ټورس یوه ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې، چې پکې ښکاري د ده سامان سره ایښې د ورلډ کپ ځلېدونکې ټرافي لاندې لوېږي او ماتیږي.

د جولایي په ۱۹مه د امریکا د نیوجرسي په ښار کې د ۲۰۲۶م فیفا ورلډ کپ فاینل ترسره شو. سپین دغه لوبه اوګټله او فیران ټورس د لوبې یوازینی او فیصله کوونکی ګول اوکړو. په دې ګټات سپین د دویم ځل لپاره د نړۍ د فوټبال اتل شو.

خو د فاینل وروسته یوه ویډیو خپره شوه، چې پکې ښکاري فیران ټورس د خپلې کیري‌آن بکسې پر سر د ورلډ کپ د ټرافۍ بکس ایښی دی. کله چې هغه خپل سامان اخلي، ټرافي ترې ښویېږي، پر ځمکه لوېږي او ماتیږي.

دغه ناڅاپي پېښه په ټولنیزو رسنیو کې زر وایرله شوه او د فوټبال ګڼ مینه ‌وال یې اندېښمن کړل.

خو لږه شیبه وروسته څرګنده شوه چې دا د فیفا د ورلډ کپ اصلي ټرافي نه وه، بلکې د رسنیو د راپورونو تر مخې، د فیفا مشر جیاني انفانټینو د اتلې لوبډلې په ډرېسنګ روم کې د سپین ټولو لوبغاړو ته د یادګار په توګه کوچنۍ ورلډ کپ ټرافیانې ورکړې وې، او فیران ټورس نه هم هغه یوه ټرافي لوېدلې وه.

د فیفا د اصولو تر مخې، د ۲۰۰۶ م کال راهیسې ګټندویه لوبډلې ته د اصلي ټرافي په ځایې د سرو زرو په رنګ پوښل شوې  نقلي ټرافي ورکول کېږي، چې لوبغاړي یې د جشنونو، پریډونو او رسمي مراسمو په وخت استعمالوي.

اصلي د ورلډ کپ ټرافي د سویټزرلېنډ د زیوریخ ښار د فیفا په مرکزي دفتر کې د سختو امنیتي تدابیرو لاندې ساتل کېږي، او یوازې نړیوال اتلان، د فیفا ټاکلي چارواکي او یو شمېر د هېوادونو مشران کولی شي هغې ته لاس وروړي.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.