د شمالي وزیرستان د ډيرو سيمو اوسیدونکي وايي چې د تيرو لسو ورځو راهيسي دکرفيو (ګرځبنديز) له وجي له کورونو بهر نه شي وتلای ۔
دوی مشال ډيجيټل ته وويل چې د تیر لوی اختر په دريمه ورځ په ډیرو سیمو کې کرفيو ولګول شوه چې تر اوسه دوام لري ۔ د کرفيو له وجې د دغه سيمو خلک په کورونو کې ایسار دي ۔

د امنیتي سرچینو په وینا کرفيو له هغې پس ولګول شوه چې پوځ د میرام شاه په خوزیاي پلنګزاي او خواوشا سیمو کې د وسله والو په ضد هدفي عملیات پیل کړل ۔
د اختر دریمې ورځې راهيسې د دوي په وینا له ایشا پوستې نه تر میرام شاه دته خیلو سيمې پورې هره ورځ کرفیو یا ګرځبندیز لګول کیږي ۔ ځايي خلک وايي چې د هفتې او اتوار (شنبې او يک شنبې) په ورځ په عامه توګه کرفیو لګول کيږي چي له امله يې په ټول وزیرستان کې لارې او کاروبارونه تړل کيږي ۔
د عملیاتو د پايلو په اړه تر اوسه امنیتي چارواکو په رسمي توګه څه نه دي ويلي ، خو ځينې افسرانو خبریالانو ته په ليږلي يو بیان کې د عملياتو په لومړۍ ورځ ادعا کړې وه چې ۱۳ وسله وال وژل شوي دي۔
بلخوا وسله والو د جون په ۴مه د میرعلي سره اړوند سيمو کې ځينې پلونه الوځولي دي چې له امله يې په کلو کې دننه خلکو ته په تګ راتګ کې ستونزې جوړې شوې دي ۔
د شمالي وزیرستان میرام شاه بازار د دکاندارانو اتحاديې چيرمین ثنا الله مشال ډیچیټل ته وویل چې دوی د پرله پسې کرفیو له وجې خلک د ډیرو ستونزو سره مخ دي ۔
هغه وويل:
” کاروبارونه د وړاندې نه اغيزمن وو خو اوس خلک خپل ناروغان هم روغتونونو ته نه شي رسولای “
د شمالي وزیرستان دوسلي سيمې اوسیدونکي کفایت الله مشال ډيجيټل ته وويل چې موبایل انټرنیت تړل شوی دی، خلک د یو بل سره تماس نه شي نیولی، زده کونکي سکولونو ته نه شي تللای او د ځايي خلکو ژوند له ستونزو ډک دی ۔
هغه زیاته کړه چې د وسله والو خلاف که عملیات کیږي نو باید د عام ولس خیال وساتلی شي او ميډيا ته په ډاګه شې چې په عملياتو کې څومره وسله وال وژل شوي دي ۔

د شمالي وزیرستان اتمانزی جرګې د جون په ۴مه د میرعلي په بلال جومات کې يو ځل بیا غونډه وکړه ۔ د غونډې ګډونوالو د حکومت او پوځ نه غوښتنه وکړه چې د خلکو ستونزو هوارې کړي ۔
د جرګې مشر مفتي بیت الله غونډې ته د وينا په مهال له پوځ وغوښتل چې کرفیو ختمه کړي، عملیات دې زر سر ته ورسوي او د عام ولس له ځورولو دې ډډه وکړي ۔
د شمالي وزیرستان قبایلي مشرانو یوې جرګې هم د جون په ۴مه په سيمه کې د پوځ مشر میجر جنرل عادل افتخار وړایچ سره وليدل او هغه يي د ولس په ستونزو خبر کړو ۔
میجر جنرل عادل د مشرانو سره ژمنه وکړه چې زر به کرفیو کې نرمي راولي ۔ هغه وويل چې د وسله والو په ضد عمليات دوام لري ۔ هغه له خلکو هم وغوښتل چې د وسله والو له مرستې لاس واخلي ۔ هغه زياته کړه چې د هر هغه چا په ضد په ګامونه پورته کيږي چې د وسله والو مرسته کوي ۔
شمالي وزیرستان کې د تیرې څه مودې راهيسې حالات کړکيچن دي ، د پوځ او پوليسو سره د وسله والو نښتې دوام لري او د وسله والو لخوا د هدفي وژنو لړۍ هم دوام لري ۔
اتمانزی جرګې د ناامنۍ په ضد بيا بيا د امن پاڅونونو په نوم غونډې هم کړې دي او احتجاجونه هم کوي ۔ د حکومت او پوځ نه بيا بيا غوښتنه کيږي چې د ناامنۍ ختمولو د پاره کوټلي ګامونه پورته کړي او د وسله والو په ضد ډرون کاپټر بریدونو کې دې د ولسي وګړو مرګ ژوبلې مخه ونیسي ۔
پوځ هم په وار وار ویلي چې د وسله والو په ضد هدفي عملیات به دوام دار وي، خو د عام ولس خیال به ساتل کيږي ۔