د سعودي عربستان د سرکاري نیوز ایجنسۍ د جولایې د لومړۍ نېټې د خبر سره سم، د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزیر، شهزاده عبدالعزیز بن سعود بن نایف بن عبدالعزیز، د چهارشنبې په ورځ په ریاض کې د خپل وزارت په مرکزي دفتر کې د پاکستان د کورنیو چارو او مخدره توکو د کنټرول له وفاقي وزیر محسن رضا نقوي سره ولیدل.
په دې لیدنه کې دواړو وزیرانو د سعودي عربستان او پاکستان ترمنځ پر اړیکو خبرې وکړې او د دواړو هېوادونو د کورنیو چارو وزارتونو ترمنځ یې د امنیتي همکاریو او همغږۍ د لا پیاوړتیا پر لارو چارو، او همدارنګه د ګډې ګټې پر یو شمېر نورو موضوعاتو بحث وکړ.
له غونډې وروسته دواړو وزیرانو د سعودي او پاکستان د کورنیو چارو وزارتونو ترمنځ د علمي، روزنیزو او څېړنیزو همکاریو د پراخولو لپاره د تفاهم یو یادښت لاسلیک کړ. د دې هوکړې موخه دا ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجربو تبادله زیاته شي او په ګډو برخو کې د کارکوونکو مسلکي وړتیاوې لوړې شي.
د پاکستان د داخله چارو وزارت هم په ایکس پاڼه د جولایې په دیرشمه د داخله چارو وزیر محسن رضا نقوي سعودي عربستان ته د دورې یوه وېډیو شریکه کړې ده.