د زيارت د کڅ پېښې پر ضد په کوټه کې روان احتجاجي پرلت پاې ته ورسېد

د بلوچستان ايالت دزيارت سيمې په کڅ پېښه کې د پوليسو د سرتېرو د وژنې پر ضد د کوټې د کويله پاټک په سيمه کې روان احتجاجي پرلت د شپې شاوخوا دوه نيمې بجې پاې ته ورسېد.

د حکومتي پلاوي او د پرلت د کمېټې ترمنځ له څو پړاوونو خبرو اترو وروسته د شپږو ټکو پر هوکړه سلا وشوه، چې ورسره  د پرلت پاې ته  د رسېدو اعلان وشو.

 په هوکړه کې د حکومتي پلاوي لخوا د قضايي پلټنو (جوډيشل کمېشن) د جوړولو غوښتنه منل شوې او د بلوچستان حکومت به د بلوچستان د عالي محکمې له يوه قاضي څخه د قضايي کمېشن د ټاکلو غوښتنه کوي.

دهوکړې له مخې  د بلوچستان حکومت به د ټولو شهيدانو کورنيو ته د وروستيو پېښو د تاوان او مرستې لپاره د صوبايي وزيرانو، پارلماني غړو، په پېښه کې د وژل شوو د کورنيو استازو، قامي مشرانو او د کوټې د کمېشنر په ګډون يوه کمېټه جوړوي. دا کمېټه به د تاوان او نورو مرستو په اړه پرېکړې کوي. همداراز د صوبې د وزيرانو په پرېکړه به د هر وژل شوي په نوم يوه پروژه يا ودانۍ نومول کيږي او د وژل شوو په ياد به يادګاري څلي جوړېږي.

هوکړه کې پر دې خبره ټينګار شوى چې  په پوليسو کې د مهمو اداري او نورو دندو لپاره د د وژل شوو د کورنيو غړو ته لومړيتوب ورکول کېږي،همدغه راز ويل شوي  که د شهيدانو د کورنۍ کوم غړى د پوليسو په دنده کې شاملېدل وغواړي، د عمر او نورو قانوني شرايطو له پوره کولو وروسته به د اسانې تګلارې له مخې ګومارل کېږي. که دنده کې د خدمت پر مهال مړينه رامنځته شي، کورنۍ ته به ټول قانوني امتيازات ورکول کېږي.

ددې ترڅنګ  پکې ويل شوي چې د بلوچستان په ټولو ناامنه سيمو کې به د امن د ټينګښت او د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره د پوليسو شمېر زياتېږي.

دهوکړې له مخې د زيارت ضلعې، سنجاوي، هرنايي، شاهرګې، کڅ او شاوخوا سيمو د ستونزو د ارزونې لپاره به د صوبايي وزيرانو په مشرۍ يوه کمېټه جوړېږي. په دې کمېټه کې به اړوند چارواکي او د اغېزمنو سيمو استازي شامل وي، ترڅو د سيمې د خلکو د هوساينې، حقونو او پرمختيايي اړتياوو جاج واخلي.

همدغه راز  د ټولو وژل شوو پوليس سرتېرو ماشومانو ته به تر لوړو زده کړو پورې وړيا تعليم ورکول کېږي. د وژل شوو کونډو او ماشومانو ته به د مياشتني مالي ملاتړ ځانګړي پروګرام پيليږي. سربېره پر دې، د هر وژل شوي کورنۍ ته د ۶۰ لکو (شپېتو لکو) روپيو مالي مرسته ورکول کېږي.

د وژل شوو په نوم به د بېلابېلو حکومتي ودانيو او سړکونو نومونه اېښودل کېږي او يوه څلورلارې به د (شهيدانو څلورلارې) په نوم ونومول شي.

د دې هوکړې پر هره برخه به په بشپړ ډول عمل کېږي او د وژل شوو وارثانو ته به ډاډ ورکول کيږي.

د حکومتي پلاوي مشري د بلوچستان د کورنيو چارو وزير ضيا لانګو کوله.

 د جولايي پر ۱۲ مه سياسي ګوندونو د زيارت کڅ سيمې د پېښې پر ضد په کوټه کې د ناست پرلت په ملاتړ د بلوچستان په ګڼو پښتون مېشتو ضلعو کې احتجاجونه کړي و.

 د جولايي پر ۱۳ مه د کوټې د وکيلانو اتحاديو ( پاکستان بار کونسل او بلوچستان بار کونسل)  په کوټه د پرلت په ملاتړ احتجاج کړي و.

د جولاي پر ۱۷ مه د بلوچستان د سوداګرو اتحادييو او سياسي ګوندونو د پرلت په ملاتړ په ټول بلوچستان کې کاربنديز کړى و.

په سياسي ګوندونو کې پښتونخوا ملي عوامي ګوند،عوامي نېشنل ګوند،پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند،  ملي جمهوري غورڅنګ،  جمعيت علما اسلام  (ف) ډلي، جمعيت علما اسلام (نظرياتي)  ډله ، پاکستان تحريک انصاف ګوند، بلوچستان نېشنل ګوند او نور ګڼ سياسي ګوندونه شامل دي.

د زيارت د کڅ پېښه د جولاي پر ۶ مه رامنځ ته شوې وه چې وسلوالو د کوټې شمال ختيځ لور ته شاوخوا پر ۶۰ کيلوميټره د زيارت ضلعې کڅ سيمه کې د پوليسو پوستې (حوزې) په مانګي ډېم پروژه کې د امنيت لپاره ګومارل شوو پوليس سرتېرو بريد کړي و. د حکومت په خبره چې په بريد کې وسلوالو ۹ پوليس سرتېري وژلي او ګڼ يې تښتولي و حکومت دا هم ويلې و چې د عملياتو مهال يې۱۵ وسلوال هم وژل شوي و.

د تښتول شوو پوليسو سرتېرو په ګډون ۲۱ مړي د جولاي پر ۸ مه د کوټې شمال ختيځ لور ته شاوخوا پر ۲۰ کليوميټره منګله کې ومندل شول چې له هغه ورسته کوټې دولتي روغتون ته ولېږدول شول، څه مړي د احتجاج په توګه د کوټې کويله پاټک باندې د هغوي خپلوانو کښېښول او پرلت يې پېل کړ چې د جولايي د اوولسم او اتلسم په شپه د شپې شاوخوا دوې نيمې بجې يې په کوټه کې روان پرلته د پرلت پاي ته رسېدو اعلان وشو. او د پرلته له دريځه دا هم وويل شول چې دوي به د خپلو د وژل شوو کسانو مړي خپلو خپلو سيمو ته استوي او هلته به يې جنازې کوي.

پرلتوال له حکومته د انصاف او امن ورکولو او دپېښي د يو ازاد قضايي کمېسيون( جوډيشل کميشن)جوړولو غوښتنه کوله.

دجولاي پر ۵ مه د وسلوالو لخوا د کوټې شمال ختيځ لور ته شاوخوا پر ۲۵ کيلو مټره هنه وړک ببري کلي باندې  بريد کړي و چې د يادې سيمې دخلکو په وينا چې  وسلوالو د ببري کلي ۴ کسان وژلي، ۸ کسان يې ژوبل کړي او ۱۱ کسان يې تښتولي، چې پر ضد يې د وژل شوو خپلوانو او سياسي ګوندونو د کوټې عسکري پارک چاوڼۍ سره نژدې پرلت وهلي و.

 ددې دواړو بريدونو ذمه واري د پاکستان حکومت لخوا ناقانونه ګرځول شوې ډلې تحريک طالبان پاکستان په غاړه اخستې وه چې د پاکستان حکومت ورته ( فتنه الخوراج) نوم  کاروي.

د جولاي پر ۹ مه د بلوچستان د حکومت د کورنيو چارو سلاکار بابر يوسفزي په خپل بيان کې ويلي چې هغه ټول کسان چې د کوټې د هنه اوړک سيمې د کلي ببري څخه تښتول شوي وو، په خوندي ډول راخوشې کړل شوي دي.

 د تښتول شو کسانو د راخوشي کېدو ورسته د هنه وړک سيمې د پرلتوالو او حکومتي چارواکو سره د خبرو اترو ورسته پرلت ختم کړل شو.

د بلوچستان د کورنيو چارو وزير مير ضياالله لانګو  تېرو ورځو کې ويلي و  چې حکومت د زيارت پېښې د قربانيانو له کورنيو سره ولاړ دى او د هغوي غوښتنو ته د رسېدو لپاره جدي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو ادارې ( اي ايس پي ار) مشر لېفټننټ جنرال احمد شريف چودري د جولاي پر ۸ مه راولپنډۍ کې يوې خبري غونډې ته وويل چې د جولاي له پنځمې نېټې راهېسې په بلوچستان کې د وسلوالو بريدونو او ورپسې عملياتو کې ۴ ملکي وګړي ۲۷ پوليس سرتېري او ۱۱ پوځيان وژل شوي دي  د هغه په خبره چې ۵۴ وسلوال هم وژل شوي.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.