د خیبر پښتونخوا ځینو غریزو سیموکې دواورینو غرونو د یخچالونو (ګلیشیرونو) د چاوديدو خبر ورکول شوی

د خیبر پښتونخوا د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د نظم ادارې (پي دي ايم اې) د صوبې په غريزو سيمو کې د واورینو غرونو د یخچالونو (ګلیشیرونو) د چاوديدو خبرداري ورکړي،
د جون په ۲۷ د رسنيو سره شريک کړې خپل يو خبر کي ( پي ډي ایم اې)ويلي چې د سختي ګرمۍ او د تودوخي د درجه لوړيدو له عمله امکان دی اپردير، اپر او لویر چترال ، کوهستان او مانسهره ضلع کې د واوري ګټان يا ګليشير زر زر ويلي کيدي شي،.
د اداري په وينا د يادو ضلعو انتظامې ته يي د احتياطي تدابيرو اخستو هدايت کړي. د خیبر پښتونخوا علا وزير سهيل اپريدی اړوندو ضلعو ته ويلي چې مخکې له وخته ټول حفاظتي ګامونه بشپړ کړي او ضلعي اداره، ريسکيو ۱۱۲۲ او نور ادارې هر ډول بېړني حالت ته چمتو وي.
د خيبرپښتونخوا حکومت وياند شفيع جان رسنيو سره شريک کړي خپل بيان کې ویلي چي خلکو ته ويل شوي چې سيندونو، او ګليشيایي سيمو او د ځمکې ښوېدو خطر لرونکو ځايونو ته دې نه ځي او سيلانيان دې د پي ډي ايم اې له خوا ورکړل شوې لارښوونې عملي کړي.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.