عمر وزیر
د بنو پوليسو د ” د شيهدانو د غچ ( بدل) د عملياتو” په نوم امن کميټي اعلان کړې ده
د مۍ په اولسمه بنو پولیس لاین کې د امن کمېټۍ غونډه کې ګڼ شمېر پولیس غړو ګډون وکړو چی پکې د ترهګرۍ د ختمولو او د امن د ټینګښت په اړه خبرې اوشوې۔
غونډې ته په وینا کې د امن کمېټۍ مشر حضرت الله وویل چې د ترهګرو پر ضد انتقامي عملیات پیل شوي او د پولیسو د ټولو شهیدانو بدل به اخیستل کېږي. هغه وویل چې د ولس ساتنه د پولیسو ذمه داري ده او پولیس به په هر صورت د خلکو د سر او مال تحفظ یقیني کوي
حضرت الله له ولسه هم وغوښتل چې د امن د ټینګښت لپاره له پولیسو سره مرسته وکړي، ځکه د ولسي ملاتړ پرته د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې بریا ممکنه نه ده. د هغه په وینا، بنو یوه پرامنه ضلع جوړولو لپاره باید ټول قامونه یا قبیلې، سیاسي ګوندونه، تاجران او نور تنظیمونه متحد شي
د ده هغې وروسته چې د می پر ۹مه وسله والو د بنو فتح خیل پولیس پوسته باندې ځانمرګې برید وکړ چې د بنو ډویژن پولیسو مشر سجاد خان په وینا پوسته کې هغه محال ۱۸ پولیس سرتیري موجود وو، چې ۱۵ ووژل شول او درې ژوبل شول.
لهدې وروستو د می په ۱۲مه بیا لکي مروت نورنګ بازار کې په بمي چاودنه کې دوه ټریفک پولیس سرتیرو په ګډون ۷ ولسي وګړي ووژل شول او ۲۳ نور عام کسان ژوبل شول.
د دې پرته دغلته وسله والو له خوا په پولیسو او ځايي امن کمیټۍ پر مشرانو پرله پسې بریدونه شوي او دوام لري.
د بنو پولیس امن کمیټۍ مشرحضرت الله وویل چې د پولیس امن کمېټي به خپلې پرېکړې پخپله کوي، خو په ډیوټۍ کې به هيڅ ډول غفلت نه کوي او نه به له ولس سره ظلم او زیاتيته اجازه ورکړل شي. خلکو ته به دا حق وي چې د پولیسو اړوند خپلې شکایتونه کمېټۍته وړاندې کړي، د دوي مقصد یوازې په خپله د خپلو پولیسو شهیدانو بدل اخستل دي۔
هغه څرګنده کړه چې د پولیس امن کمېټه به بشپړه غیر سیاسي وي، خو د بنو مشران، قومونه او ولس به پکې شامل کړل شي. نوموړي خلکو ته خبرداری ورکړ چې چا ترهګرو ته حجرې یا د ناستي ځایونه ورکړي، هغه دې ژر تر ژره بېرته واخلي، کنه د اسانتیا برابرونکو په توګه به ورسره چلند وشي.
هغه وویل چې د هغو کسانو خپلوان چې له ترهګرو سره یوځای دي، باید خپل دریځ واضح کړي او هغوی له دې لارې راوګرځوي، ګنې ترې دې بېزاري اعلان کړي. که د چا اړیکې له وسله والو سره ثابتې شوې، نو پر ضد به یې سخته کارروایي وشي.
د پولیسو امن کمیټۍ دغه اعلان پس بنو پریس کلب کې د پریس کانفرنسونو لړۍ هم شروع شوې او د دریو قبیلو غړو خبري غونډې کړي چې او ويلې دي چې د قبیلو هغه غړي چې وسله وال دي ، ددوي ورسره د لا تعلقې اعلان کوي.
هغوي وویل چې پولیسو او فورسز نه هم غوښتنه کوي چې د دوي د قبیلو هغه غړي چې وسله وال دي د هغوي په تور ې و نه ځوري.
له دې وړاندې لکي مروت کې هم پولیس د امن کمیټۍ په نوم یوه ډله جوړه کړې چې ټول پولیس سرتیري په کې شامل دي، او د وسله والو ضد عملیات کوي.
د یادې کمیټئ سره د لکي مروت عام ولس ملاتړ هم شامل دی.
د پولیسو پرته د بنو په ډومیل ، تختي خیل او لکي مروت کې هم ځايي خلکو امن کمیټۍ یا لښکرې جوړې کړي چې د وسله والو ضد د پولیسو سره شریک عملیات کوي.
د یادونې ده چې بنو لکي مروت سرمه جاني خیل او شمالي وزیرستان کې دې وروستیو کې د ناامنۍ پېښې د خوا په پرتله څو چنده زیاتې شوي، وسله والو له خوا په پولیسو او نورو امنيتي ځواکونه بریدونه تیز شوي، او د هدفي وژنو سلسله هم تيزه شوې.
د یادې ناامنۍ ضد بنو لکي مروت او وزیرستانونو کې د ځايي ولس له خوا هم په وار وار جرګې او ولسي پاسونونه شوې دي، چی پکې د حکومت او پوځ نه د امنیت د ټینګ ساتلو غوښتنې تکراریږي.
په تیرو وختونو کی پوځي چارواکو وار په وار ويلي، چی دویي ژمن دي چی امنیت برقراره وساتي، او وخت په وخت یی په بیلا بیلو سیمو کی د وسله والو ضد عملیات هم کړي دي او دغۀ عملياتو کې يې ګڼ شمېر وسله وال وژلي هم دي۔