د امریکا او ایران ولسمشرانو د جګړې ختمولو تفاهم لیک باندې برقي دستخطونه وکړل

د خبرونو سره سم د امریکا او ایران ولسمشرانو ډونالډ ټرمپ او مسعود پزشکیان دواړو د تفاهم لیک کاغذونه برقي لاس لیک کړل.

رویټر خبري ایجنسۍ د پاکستان د وخت په مطابق د جنورۍ په اتلسمه تازه شوي یو خبر کې لیکلي، امریکا او ایران د دستخط وروستو د چارشنبې په ورځ روان جنګ ختم کړو.

خبر کې زیاته شوې چې ډونالډ ټرمپ دا هم ویلي چې که ایران د تفاهم لیک د لاسلیک کېدو نه وروستو د شوې خبرو/معاهدې احترام ونه کړو، نو یو وار بیا به په ایران یرغل وکړي، او مشران به یې ووژني.

هغلته د ایران حکومتي نیوز ایجنسۍ (ارنا) هم د جون په اتلسمه د ایراني ولسمشر مسعود پزشکیان هغه تصویرونه، چې په یو کې دې دغه لوظنامه لاسلیکوي، بل تصویر کې یی په لاسو کې اوچته نیولې، او میډیا ته یې ښایي، چې ګوندې دغه لوظنامه یې لاسلیک کړه، هم خپاره کړي.

دویې د دغه تصویر سره په خبر کې لیکلي چې

((د ایران ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکیان او د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د زیارت په لومړیو ساعتونو کې یو تفاهم‌لیک لاسلیک کړ، چې له مخې یې د ایران د اسلامي جمهوریت پر ضد د امریکا او اسرائیلي رژیم له خوا تپل شوې جګړه په رسمي ډول پای ته ورسېده)).

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.