د افغانستان واکمن طالبانو پر پاکستان د ډرون بریدونو ادعا کړې خو پاکستان ویلي، دغه بریدونه یې ناکامه کړي

د جون پر ۳۰ مه د شپې ناوخته په افغانستان کې واکمن طالبانو ادعا کړې چې هغوی د بلوچستان په سرانانو سیمه کې د داعیش وسلوالي ډلې پر پټنځایونو بریدونه کړي.
پر ټولنیزو رسنیو په ویډیو ګانو کې ښکارېده چې د شپې تیاره کې د الوتکو ږغونه اورېدل کیږي او ورسته د الوتکي پر مځکه رالوېدو سره اور پورته کیږي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې ( ای ایس پي ار) ادعا کړې چې پر ۳۰ جون د شپې ناوخته د افغان طالبانو د چارواکو لخوا پر بلوچستان صوبې توغول شوي ۴ ساده ډوله بېپلوټه (ډرون) الوتکې کې تباه کړي.
د ای ایس پي ار لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د پاکستان د هوایي دفاع نظام پر وخت دا ډرون الوتکې کشف کړي او په ځوابي اقدام کې یې د هغه په بریالیتوب سره له منځه وړي.
دا علامیه د پاکستان پوځ د افغان دفاع وزارت له هغې بیانیې لیږ ځنډ ورسته خپره شوې چې په کې ادعا شوې وه چې افغان هوایي ځواک د بلوچستان صوبې د پښین ضلعې او د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې د داعیش وسلوالې ډلې اټکل شوي ځایونه په نښه کړي دي.
د افغان دفاع وزارت ادعا کړې چې د بلوچستان د پښین ضلعې د سرانانو په سیمه کې یې پر یو داسې مرکز هوایي برید کړی چې په افغانستان کې د ورانکارو فعالیتونو او بریدونو د پلانولو لپاره کارېده.
سرانان د پښین ضلعې هغه سیمه ده چې چېري چې د افغان کډوالو دوه پنډغالي و او له اوږدې مودې هلته د نوی سرانانو او زوړ سرانانو په نوم پڼډغالو کې کډوال مېشت و چې د پاکستان حکومت لخوا دغه کډوال خپل هیواد ته ستنولو په بهیر خپل هیواد افغانستان ته لېږدولي و.
​د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر په خپله اعلامیه کې افغان واکمن طالبانو ته خبرداری ورکړی چې که افغان طالبانو د پاکستان پر ضد خپلو پاروونکو اقداماتو ته دوام ورکړ، نو داسې ځواب به ورکړل شي چې درنه بیه به یې پرې کړي.
​د ای ایس پي ار په وینا چې د پاکستان وسله وال ځواکونه په بشپړه توګه بیدار دي او د هېواد د پولو د هرې برخې د دفاع وړتیا لري.
​په بیان کې ویل شوي چې د پاکستان خود مختارۍ (حاکمیت) ته د ګواښ پېښوونکي هر ډول د پولې هاخوا اقدام یا پارونې ته به د (غضب الحق) عملیاتو لاندې سمدستي، پرېکنده او غاښ ماتونکی ځواب ورکول کېږي.
د پاکستان او افغانستان تر منځ پر ډیورنډلاین له مودو راهیسې حالات ترینګلي دي، د روان ۲۰۲۶ م کال د فېبروري پر ۲۶ مه ماښام مهال د دواړو هیوادونو تر منځ جګړې پېل شوي وې دا له هغه ورسته و چې له دې جګړې څلور ورځې وړاندې د پاکستان پوځي الوتکو د افغانستان د ننګرهار او پکتیکا په یو شمېر سرحدي سیمو بریدونه کړي و چې هغه وخت افغان واکمنو طالبانو ویلي وو، هلته ولسي وګړیو ته مرګ ژوبله اوختې ولې بلخوا د پاکستان حکومت ویلي وو، هغلته یې د ګڼ شمېر هغه وسله وال وژلي، چې د پاکستان دننه یې د ترهه ګرۍ عملیات کول.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.