د افغانستان کرکټ ملي (قومي) لوبډله( ټيم) به د ۲۰۲۶ کال د١٥م اګست نه په ايرلنډ کې د يوې ورځنيو نړيوالو لوبو پنځه سيالۍ ترسره کوي. لومړۍ دوه لوبې به په برېډي او درې نورې به په سټورمونټ، بېلفاسټ کې کېږي. ټولې لوبې به د افغانستان پر وخت د ماسپښين په ۲:۱۵ بجې شروع کيږي.
د افغانستان کرکټ ملي(قومي) لوبډلې(ټيم) د ايرلنډ سفر مهالوېش(شيډول) اعلان شوى، چې ترمخه به يې افغان لوبډله پنځه يو ورځنۍ نړيوالې لوبې ترسره کړي.
دددې مهالوېش ترمخه وړومبۍ او دويمه لوبه به د ٥م او ٧م اګست په برېډي کې ترسره کېږي، همدغه شان درې نورې لوبې به د اګست په ۱۰مه، ۱۲مه او ۱۵مه په سټورمونټ، بېلفاسټ کې کيږي.
ټولې لوبې به د ايرلنډ په ځايي وخت سهار ۱۰:۴۵ بجې شروع کيږي، چې د افغانستان په وخت د ماسپښين ۲:۱۵ بجې او د پاکستان په وخت ۲:۴۵ بجې جوړيږي.
ايرلنډ د دې سيريز لپاره د افغانستان پخواني مشر روزونکي جوناتن ټراټ د ۱۴ ورځو لپاره د مشاور په توګه ټاکلى دى. ټراټ د ۲۰۲۲ کال نه تر ۲۰۲۶ کال د فرورۍ پورې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې روزونکى(تربيت ورکوونکى) پاتې شوي و.
د ايرلنډ کرکټ اداره وايي، ټراټ به د لوبډلې په تيارۍ کې مرسته کوي او د وړومبو دوو لوبو په وخت به هم د ايرلينډ لوبډلې سره موجود وي.
دا سيريز د ايرلنډ لپاره د ۲۰۲۷ کال نړيوال جام( کپ) ته د تياريو يوه اهمه برخه بلل کېږي، افغانستان ته هم دا پنځه پرله پسې يو ورځنۍ لوبې د لوبغاړو د فارم ښه کولو او د پنځوس اوريز کرکټ لپاره د تيارۍ ښه موقع په لاس ورکوي.