دوړومبي ټيسټ وړومبۍ ورځ دباران نه متاثره:دويسټ انډيز دپاکستان خلاف ١٩٤ رنز

 دکاويم هوج  دغوره ٨٣ ناقابل شکست اننګز او شايي هوپ سره دڅلورمې وکټې لپاره دهغه دشراکت دارۍ په وجه ويسټ انډيز دخالي په ورځ د ټرينيډاډ په براين لارا سټيډيم کې دپاکستان خلاف  دوړومبي ټيسټ دباران نه  متاثره شوې وړومبۍ ورځ په اختتام  ددريوو وکټو په نقصان ١٩٤ رنز جوړ کړي دي.

 دټيسټ ترټولو نوي ميدان، چې په کيريبين کې ١٣م دټيسټ مقام دى، په پچ په تيزۍ سره رنز جوړول مشکل وو، دميلمه ټيم فاسټ بولران هم ددې سست پچ نه ګټې پورته کولو لپاره دپکار تيزۍ  نه محروم پاتې شوي.

بوج په کريز څلور ګينټې تيرې کړي او دمضبوط ودريدو کوشش يې کړى،يوازې د محمد عباس بولنګ هغه تر څه حده په مشکل کې اچولى، هغه تراوسه ١٨١ بالونه لوبولي  او دهغه په اننګز کې نهه چوکې شامل دي.

اينټيګا کې دسري لنکا خلاف دويم او اخري ټيسټ کې هم په دې مياشت کې سنچري جوړونکي شايي هوپ يوځل بيا په  په سکون او اعتماد سره بيټنګ کړى دى.

هغه دبوج سره په ناقابل شکست شراکت کې ٣٩ رنز جوړ کړي او دماسپښينې په نيمايي کې يې په دريوو وکټو ١٠٦ رنز سره دمشکل صورتحال نه کوربه ټيم راويستلى دى.

 دمسلسل باران دلاسه صرف ديوې ګينټې نه لږ ه زياته لوبه ممکن شوې، ددې نه وړاندې دويسټ انډيز کپتان روسټن چيز دټاس ګټلو وروسته دوړومبي بيټنګ فيصله کړې وه.

هم په دې دوران محمد عباس په شروع کې برينډن کنګ اوټ کړى.

دډوډۍ خوړلو دټاکلې دمې نيمه ګينټه پس چې لوبه دوباره شروع شوه نو بوج او دويم اوپنر ټيګناراين چندرپال ددويم وکټې شراکت ٥١ رنز ته رسولى. بيا دعامر جمال بال دچندرپال دبيټ غاړې سره جنګيدو نه پس سلپ ته تللى ، چرته چې سلمان اغا کيچ اخستى.

نسبتاً  دناتجربه کاره پاکستاني بولنګ اټيک ترټولو تجربه کار بولر محمد عباس ددې نه پس عامر جنګو ايل بي ډبليو کړى دى،ميدان کې موجود امپاير هغه ناټ اوټ ګرځولى خو دفيصلې دجايزې دنظام لاندې ريويو اخستو باندې دا فيصله بدله شوې ده.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.