د موسمیاتو ماهرانو خبرداری ورکړې چې که د اِل نینواغېز نور هم سیوا شو، نو ۲۰۲۷م کال به د پاکستان د تاریخ له تر ټولو تودو کلونو څخه یو وي.
د تفصیل له مخې، اقلیمي بدلون اوس یوازې یو راتلونکی ګواښ نه دی، بلکې د هغې خطرناکې اغېزې په پاکستان کې ښکاره شوي دي.
سختې د ګرمۍ څپې، د تودوخې ریکارډ لوړې درجې، ناڅاپي طوفاني بارانونه، ویجاړوونکي سېلابونه او د ګلیشیرونو په چټکتیا سره ویلې کېدل دا ښايي چې د موسم نظام توندۍ سره بدلېږي.
د اقلیمي بدلون ماهرانو ویلي، که د اِل نینو اغېز نور هم زیات شو، نو ۲۰۲۷م کال به نه یوازې د پاکستان، بلکې د نړۍ هم له تر ټولو تودو کلونو څخه وي.
د دوی په وینا، اقلیمي بدلون نور د پاکستان لپاره یوازې یو کیدونکی خطر نه دی، بلکې هېواد یې د سختو او خطرناکو اغېزو لاندې نیغ په نیغه راوستی دی.
ماهران وایي، ټوله نړۍ کې د سمندرونو تودوخه لوړېږي او د واورو زېرمې په دوامداره توګه کمېږي، چې دا د نړۍ لپاره د سختې خطرې سوب کیدی شي.
د اقلیمي بدلون د مخ په زیاتېدونکو خطرونو له امله، پاکستان په ملي کچه یو شمېر احتیاطي ګامونه پورته کړي دي. په دې کې د طبیعي آفتونو د وړاندې خبرداري سیستم، د سېلابونو پر مهال بېړنۍ مرستې، او همدارنګه په شمالي سیمو کې د ګلیشیرونو د ویلي کېدو له امله د جوړېدونکو خطرناکو ډنډونو څارنه شامله ده.
خو د هوا پېژندنې ماهران وايي، که څه هم پاکستان د طبیعي آفتونو د مخنیوي لپاره ځینې اقدامات پیل کړي، خو د خطر د کچې په پام کې نیولو سره دا چمتووالی لا هم کافي نه دی او په بېړني ډول اوږدمهاله او اغېزمنې پالیسۍ جوړولو اوعملي کولو ته ضرورت دی.
ال نینو د ارام سمندر د اوبو د معمول نه زیات ګرموالي ته ویلی شي. چې د اقلیمي بدلون نتیخه وي. دغه بدلون د نړۍ د پاره سختې خطرناکې اغیزې لري، چې پکې ځینو سیمو کې اوچ کالي او ځینو کې شدید بارانونه او د ګرمۍ کچه بې حده لوړیدل شامل دي.