د يمن د حوثيانو د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې سعودي عرب د حوثيانو تر واک لاندې ښار الحديده باندې فضايي حملې کړي دي. دا حملې په داسې وخت کې شوي چې په سيمه کې د امريکې او ايران د جنګ له امله تاوتريخوالی نور هم زيات شوی دی.
د حوثيانو د بهرنيو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې د رياض لپاره به د دې حملو قيمت ډېر ګران تمام شي، او اشاره يې کړې چې ددې حملو جواب به خامخا ورکوي.
د حوثيانو د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي”په الحديده حملې کولو سره سعودي حکومت دا ښکاره کړه چې راتلونکې مرحله به د “حملې په بدل کې دحملې” په تګلاره روان وي”
د حوثيانو سره تړلي ټي وي چينل المسيره ترمخه، په دې فضايي حملو کې د ټيلي کميونيکېشن ادارې تنصيبات په نښه شوي دي. دغه چينل دا هم ويلي چې د يمن په کمه ران جزيره هم هوايي حملې شوي دي.
د المسيره ټي وي د رپورټ ترمخه ، تر اوسه د کمه ران جزيرې په حمله کې يوه ښځه ژوبله شوې ده.
بلخوا يوې نړيوالې خبري ادارې د عيني شاهدانو په حواله ويلي چې د الحديده په بندر کښې هم د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي، خو په يمن کښې د سعودي په مشرۍ اتحادي ځواکونو دا خبره رد کړې او ويلي يې دي چې د الحديده بندر يې نه دی په نښه کړی.
د الحديده بندري ښار د يمن هغو سيمو لپاره ډېر اهم دی چې د حوثيانو په واک کې دي. د دې ښار د بندر د لارې د حوثيانو تر ولقې لاندې شمالي يمن ته زياتره تجارتي مالونه او بشري مرستې رسېږي.
اخوا په يمن کې د سعودي په مشرۍ د اتحادي ځواکونو وياند ميجر جنرل ترکي المالکي د روان تاوتريخوالي ذمه واري په حوثيانو اچولې. هغه ويلي چې په سور سمندر کښې په تجارتي جهازونو د حوثيانو حملې “بزدلانه او بې احتياطه عمل” دی.
ميجر جنرل ترکي المالکي په خپل بيان کښې ويلي دي چې د سعودي په مشرۍ اتحادي ځواکونه به د حالاتو مطابق ټول ضروري پوځي ګامونه او عمليات جاري ساتي.
هغه زياته کړه، که حوثيان خپلې د دښمنۍکارروايۍ جاري وساتي، نود سعودي په مشرۍ اتحادي ځواکونه به بې د څه ځنډه او بې د هېڅ ډډې، د هغې پوره او مناسب جواب ورکړي.
د شورو (چهارشنبې) په ورځ حوثيانو، چې انصارالله هم ورته ويل کېږي، اعلان کړى و چې په سور سمندر کې يې د سعودي عرب څو د تېلو ټېنکرونه په ډرونونو او ميزايلو ويشتي دي، چې پکې لږ تر لږه يو ټېنکر زيانمن شوی دی.
د حوثيانو ترمخه، دغو جهازونو هغه سمندري ناکه بندي ماته کړې وه چې دوي دوه ورځې وړاندې اعلان کړې وه.