دامريکې دبهرنيو چارو وزير مارکو روبيو په ابنايى هرمز(هرمز تنګي) کې دنړيوالې تجارتي کشتيو چلولو دتحفظ لپاره په نورو ملکونو زور راوړى دى چې هغوي دې خپلې ذمه وارۍ پوره کړي، په ايران په دې اهمه سمندري لاره کې په جهازونو دحملو الزام هم لګول کيږي.
داسيان ملکونو دخارجه وزيرانو په اجلاس کې د شرکت لپاره فلپاين ته دروانيدو نه وړاندې دګل په ورځ دامريکې خارجه وزير وويل امريکا يوازې هاغه ايراني تنصيبات په نښه کوي چې په نړيوالو تجارتي جهازونو دحملو دپاره استعماليږي.
مارکو روبيو وويل ابنايى هرمز يوه بين المللي داوبو لاره ده او ايران داوبو هم په دې لاره کې دجهازونو خلاف کارروايۍ جاري ساتلي دي.
هغه وويل امريکا نه صرف دجهازونو په تحفظ کې مصروف ده بلکې هاغه مقامات هم په نښه کوي دچرته نه چې ميزايل او ډرون حلې کيږي.
روبيو وويل ابنايى هرمز دې ازاد، محفوظ او دهرقسمه خنډ يا حملې نه پاک وي، دهغه ترمخه که چرې ايران دکشتيو چلولو په اړه دکوم مفاهمتي انتظام داصولو خلاف ورزي کوي نو ددې انتظام برقراره ساتل کيدل مشکل کيږي.