دخېبرپښتونخوا په مانسهره ضلع کې دجمعې او خالي په مينځ شپه د ناران نه د واپسۍ په وخت، د ډمګله په مقام د پنجاب يونيورسټۍ يو بس ژورې کندې ته پرېوتى، چې په نتيجه کې يې په بس کې ناست ۲۱ کسان ژوبل شوي دي.
دپېښې وروسته سيمې ته دريسکيو١١٢٢ څلور ايمبولينسونه او ۲ ټرسټ ايمبولينسونه د پېښې ځاي ته رسيدلي او ټولو ژوبل شوو کسانو ته يې هم هلته لومړنۍ طبي مرسته ورکړه،وروسته هغوي د بالاکوټ تحصيل هيډکوارټر هسپتال ته منتقل کړ شوي دي. له هغه ځايه وروسته، د علاج لپاره د ريسکيو ايمبولينسونو په ذريعه هغوي کنګ عبدالله ټيچنګ هسپتال مانسهرې ته وړل شوي دي.
په ژوبل شويو کسانو کې د پنجاب يونيورسټۍ ۲۱ ملازمان شامل دي، چې نومونه يې نديم سليمان، سيد وقار علي، جنېد، محمد عرفان، فرقان، يونس، شکيل احمد، محمد ارشد، محمد رياض، شوکت، عدنان، حافظ رشيد، عبدالجبار، نذير رشيد، تنوير حسين، محمد انور، محمد صديق، نعمان علي، محمد اسحاق، نديم او فياض ښودل شويدي.