د جولای په ۲۵مه د خېبرپښتونخوا په باجوړ، جنوبي وزيرستان او پېښور کې په جلا جلا امنيتي پېښو کې دوه ولسي وګړي وژل شوي او پنځه تنه نور ژوبل شوي دي.
د باجوړ د سالارزو تحصيل د تلۍ سيمې سره نزدې د باراني بند په خوا کې د جولای په ۲۵مه د ځمکې لاندې ښخ بارود وچاودېد، چې له امله يې دوه ولسي وګړي ووژل شول.
باجوړ پوليس د مشال ډيجيټل خبريال شاه نواز تركزي ته وويل، د دواړو کسانو مړي د پوسټمارټم لپاره روغتون ته وړل شوي او د پېښې پلټنې روانې دي. پوليسو ويلي، تر اوسه د دې چاودنې ذمه واري کومې ډلې نه ده منلې.

بلخوا، د افغانستان پولې ته نزدې د جنوبي وزيرستان د وانا او اعظم ورسک ترمنځ د پوځ پر يوه چيک پوسټ ځانمرګی بريد شوی دی. امنيتي سرچينو د مشال ډيجيټل نمائنده عمر وزير ته ويلي، بريدګر د بارودو ډک ګاډی د پوستې سره ټکرول غوښتل، خو امنيتي ځواکونو يې هڅه ناکامه کړه او بريدګر خپل هدف ته ونه رسېد.
له چاودنې وروسته د امنيتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته هم شوې، چې پکې دوه ولسي وګړي ژوبل شوي دي. د بريد ذمه واري تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) منلې ده.
همداراز، د پېښور د حسن خېلو سپينې وېلې سيمه کې د پوليسو پر يوه چوکۍ د کواډکاپټر يا وړې بې پيلوټه الوتکې له لارې بريد شوی دی. د پوليسو په وينا، په دې بريد کې درې پوليس اهلکار ژوبل شوي دي. ژوبل پوليس روغتون ته لېږدول شوي او د پېښې پلټنې روانې دي.

د پېښور سي سي پي او ډاکټر ميا سعيد احمد ويلي، دا ډول بريدونه د پوليسو حوصله نه شي ماتولای او پوليس به د ولس د امن لپاره خپلې دندې ته دوام ورکوي.