پاکستان کې ميشت افغان کډوالو په ضد يو وار بيا د نيولو او په زوره خپل هېواد ته دليږلو عمليات تند شوي دي۔
امنیتي ادارې نه یواځې هغه کډوال چې د کورنیو سره میشت دي، نیسي، بلکه هغه چې پکښې ذده کونکي، زنانه او روزګار کونکي افغان وګړې شامل دي، د فارن اېکټ د قانون د لاندې یې ګرفتاروي، او خپل هېواد افغانستان ته ېې لیږي.
دپاکستان دداخله چارو محکمې د جولائي لسمه نيټه هغه افغانانو ته خبر ورکړې وو چې څوک قانوني سندونه نه لري، دویې به ېې نیسي او افغانستان ته به ېې لیږي۔

د پنجاب په ملتان ښار کې ۱۵ ذده کونکو مشال ډيجيټل ته په ليږلې شوې ويډيو کښې ويلي دي چې دوي په قانوني اسنادو او ويزو دلته فارن سټوډنټس کوټه (غیر ملکي زده کؤنکو نظام) کې ذدکړو له راغلي او دحکومت لخوا د اسنادو نه نوې کولو او د ویزې د مودې نه زياتولو له کبله دوي پوليس لخوا نيول شوې چې پکې يو زنانه ذده کونکي هم شامله ده۔
دوي وائي، دلته د طب او دا ډول نورې زدکړې د تيرو څلورو پينځو کلونو راهيسې کوي او ډګرۍ اخیستو کې یې پينځه شپږ مياشتې وخت پاتې دې، دوي زیاتوي، که اوس تعلیم پوره نه کړې او واپس وليږلې شو نو د ټول دريو څلورو کالو خواري محنت او پيسې به ېې ضاېع شي او راتلونکې به ېې غير يقيني شي۔
دغه زده کونکو وويل، د ويزو د مقرره شوې مودې تر ختميدو څو مياشتو وړاندې دوي د ويزې نوي کولو لپاره ټولې قانوني چارې برابرې کړي، خو لا ېې هم ویزې نه دي نوې شوي۔
دغۀ ډول چارسده کې د ضلعي انتظامئې او پوليسو په ګډه عملياتو کې دجولائي په ۱۳مه ۴۷ افغان کډوال سره دکورنيو نيولې شوې او پيښور کې د مهاجرینو د واپسۍ د پاره جوړ شوي کیمپ ته ليږدول شوي چې واپس افغانستان ته ستانه شي۔
په پاکستان کې، د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې چې اسلام اباد د شړلو تګلاره اعلان کړه تر دوه اشاريه پينځه میلیونوڅخه ډېر افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه کړل شوي دي۔
د پاکستاني چارواکو ترمخه هره ورځ شاوخوا تر ۶۰۰ پورې کورنۍ د تورخم له پولې څخه تېرېږي۔
تورخم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ غټه لاره ده۔
په افغانستان کې د تيرو څو لسیزو راهيسې جګړو له امله میلیونونه افغان کډوالو په پاکستان کې پناه اخيستې وه. اسلام اباد اټکل کړی و چې تر ۲۰۲۱ کال مخکې په پاکستان کې يو اشاريه پينځه میلیونه رجسټر شوي افغانان اوسېدل. د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته، تر نیم میلیون ډېر نور افغانان هم راغلې وو او په پاکستان کې یې پناه اخیستې وه۔
دپام وړ ده کال ۲۰۲۱ راهيسې دپاکستان او افغانستان ترمينځ اړيکې خرابې شوې او پاکستان تورونه پورې کوي چې پاکستان کې څومره هم د ترهه ګرۍ پيښې کيږي دې کې هغه وسله وال ککړ دي کم چې په افغانستان کې مېشت دي او دافغانستان زمکه په پاکستان کې د ترهه ګرۍ لپاره کاروي. پاکستان حکومت زیاتوي، افغانستان کې واکمن طالبان د دغه ترهه ګرۍ د پیښو د مخ نیوي په ځایې ملاتړ کوي، خو بلخوا افغانستان کې واکمنو طالبانو دا تورونه وار په وار مسترد کړيدي۔