په بنو کې د احمدزۍ تاڼې اړوند پخوانۍ نیمې قبایلي سیمه( ایف ار) برغنتو کې پرله پسې دوه چاودنې شوې دي.
د بنو د پولیسو مشر یاسر اپرېدي د جون په شلمه ویلي، په دغو چاودنو کې اووه کسان وژل شوي او درې نور ژوبل دي.
د پولیسو په وینا، د جون په شلمه سهار ناوخته لومړۍ چاودنه هغلته په سړک روان له مسافرو ډک ډاټسن ګاډي ته څېرمه شوې ده، او دوېمه چاودنه په داسې حال کې شوې چې هغلته د ژغورنې او مرستندویه فعالیتونه روان شوي وو.
پولیس وایې، وسله والو د ریموټ کنټرول بمي چاودنو په واسطه ولسي وګړي په نښه کړي
ځايي سرچینې وایي، په ډاټسن ګاډي کې د هاتيخېل قوم غړي سپاره وو
زخمیان شوي او د مړو شویو جسدونه نزدې روغتونونو ته انتقال شوي.
د پولیسو مشر یاسر اپرېدي زیاته کړې چې امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي او د شواهدو راټولولو بهیر روان دی.
د یادونې وړ ده چې د هاتيخېل قوم د څه مودې راهیسې په سیمه کې د وسلهوالو پر ضد امن کمېټي جوړه کړې او څو ځله یې د هغوی پر ضد اقدامات هم کړي دي.