بنو او لکیمروتو کې د درې پولیسو په شمول څلور تنان زخمیان شوي

د لکي مروتو پولیسو مشال ډیجیټل ته په استولې شوي معلوماتو کې وېلي چې هغلته په بنوچي نومې سیمه کې د جون په نولسمه د پولیسو په یو تلاشي پوسته باندې نامعلومه کسانو د کواډکاپټر (ډرون) په واسطه برید کړې چې پکې د پولیسو درې غړي زخمیان شوي.

پولیس وایې چې زخمیان شوي پولیس غړي یې له هغه ځایه د علاجونو د پاره روغتون ته وړلي.

بلخوا د بنو پولیسو هم خبر ورکړې چې نامعلومه وسله والو د ریجنل ټرانسپورټ اتارټي (د سفرونو د نظم مقامي اداری) یو غړې په لېړه نومې سیمه کې په ډزو ویشتلې، او زخمي کړې یې دې.

د دواړو ضلعو پولیسو د دغه پېښو قانوني رپورټونه درج کړي.

د دغه پېښو زمه واري کومې وسله والې ډلې نه قبوله کړې.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.