د جون پر ۲۶ مه د بلوچستان په ضلع موساخېل کې زلزلې له کبله ۲۰ کسان ژوبل شوي او شاوخوا ۹۰ ودانیو ته زیان رسولی.
د اسلام اباد د زلزلې څارنې مرکز له مخې د جون پر ۲۶ مه د موساخېل(موسیٰ خېل) په سیمه کې ۲ ځله د زلزلې ټکانونه احساس شوي چې لومړی ټکان د جمعې په ورځ سهار پر ۱۰ بجې او۵۷ دقیقې او دویم م ټکان ماځیګر ۴ بجې ۴۸دقیقې احساس شوی.

د دواړو زلزلو شدت ۵.۰ او ۵.۱ درجې ثبت شوی.
ددې زلزلې ټاکانونه د موساخېل په ګډون بارکان او کوهلو کې هم احساس شوي.
د زلزلې څارنې مرکز ویلي چې د زلزلې مرکز د کوهلو ښار شمال ختیځ لورې ته شاوخوا ۶۰ کیلو مټره لرې د کنګرۍ او راړاشم له سیمو سره نژدې سیمه وه.
د موسا خېل مرستیال کمشنر عبدالرازق خحک ویلي چې د زلزلې له کبله د بارکان او کوهلو ضلعو سره نژدې موساخېل د کنګرۍ په لیري پرته سیمه چاپ کې زیان اوښتی دی. د هغه په خبره چې ۹۰ خټین کورونو ته زیان اوښتی چې د کورنو او دېوالونو لوېدو له کبله ۲۰ کسان ژوبل شوي دي چې په هغه کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
هغه ویلي چې ټول ژوبل کسان روغتون ته لېږدول شوي چې هلته یې درملنه کیږي او د ژوبلو حالت له خطرې بهر دی. د مرستیال کمنشر په خبره چې د مرستو ډلې یې د هغه په مشرۍ کې اغېزمنو سیمو ته استول شوي چې د زیانونو له بشپړ سروې ورسته به له اغېزمنو کورنیو سره مرستې وشي