بلوچستان کې د پټرولو کمښت خلق له ستونزو سره مخ کړي

د بلوچستان ګڼې سیمې د پیټرولو د کمښت سره مخ دي چې د وجې یې نه یواځي خلق له ګڼو ستونزو سره مخ کړې دی بلکه کاروبارونه هم ورسره اغېزمن شوي دي.

په بلوچستان کې د سرکاري پیټرول پمپونو د کمښت له کبله خلق ایراني پیټرول کاروي، چې په عامو ورځو کې یې تر پاکستاني ( پاکستان پیټرولم لمیټیډ) پیټرولو بیي هم ټیټي وي.

 د تېر لوی اختره څو ورځې وړاندې په کوټه کې د ایرانيو پیټرولو د یو ليټر بیه شاوخوا ۲۸۰ روپۍ وه چې په اوسني وخت کې یې د یو لیټر پیټرو بیه د بلوچستان ځینو سیمو کې تر ۶۰۰ سوه روپۍ پورې رسېدلې.

د سرکاري پمپونو د کمښت او د بییو د لوړوالي له کبله په بلوچستان کې په شخصي پمپونو کې ایراني تېل پلورل  کیږي.

د بلوچستان په ډېرې سیمو کې پر سړکونو لیدل کیږي چې په موټرو او موټر سایکلو کې پېټرول تمام شوي او چلونکي یې پر پمپونو د پېټرول نه شتون له ستونځو سره مخ وي.

په ډېری سیمو کې د سوارلي وړونکو موټرو کرایې په دوه چنده لوړي شوي،  پر سړکونو،  بازارنو کې هم د خلقو ګڼه ګوڼه کمه شوې.

په ځینو سیمو کې تعلیمو ادارو کې د ښوونکو او زده کوونکو شمېر هم کم شوی.

د پښین یوه اوسېدونکې جلات خان مشال ډیجیټل ته وویل چې د ایراني پیټرولو یوه لېټر بیه تر ۶۰۰ سوه پورې رسېدلې او پاکستاني پيټرول په هغه پمپونو کې نشته کوم ته چې به پاکستاني پيټرول راتلل.

 د پښین یارو سیمه باندې یوه ایراني پیټرول خرڅونکی جلیل وایي چې دوی ته به ایراني تېل نورو کاروباریانو راوړل او دوی دلته تر ۴ روپیو په ګټه خرڅول او وس چی ایراني پيټرول نه راځي نو دوی شخصي پمپ تړلی.

 د پښین یوه بل د پیټرولو شخصي پمپ والا ظاهر مشال ډیجیټل ته وویل چې د تېلو د کمښت یو لاعمل دا هم دی چې د اختر لپاره د شخصي پمپونو والا د ځان سره ډېره تېل خوندي کول چې بیا به د رخصتۍ ورځو کې د تهران (ایراني ښار) سره پوله تړلې وه نو زېرمه کړي تېل به دوی تر هغې خرڅول چې تر څو به رخصتۍ ختمېدلې او د ایران سره به پوله( بارډر)  بیرته پرانستل کېده.

 جلات وایي چې په پښین سیمه کې د پيټرولو کمښت یوه وجه دا هم ده چې د لوی اختر څو ورځې وړاندې د ضلعي انتظامې لخوا د دوی پر شخصي پمپونو چاپې ووهل شوې چې ستاسو د پيټرولو بیي لوړي او ګېج یې هم کم دی چې له کبله یې شخصي پمپونو والا کاربندیز وکړ او ورپسې د اختر رخصتۍ راغلې چې پمپونو والا د ځان سره د تېلو زېرمه خوندي نه کړه.

د کوټې د پاکستان اسټیټ ایل (د تیلو دولتي شبکی) پمپونو مالکان وایي چې د کوټې په ګډون د بلوچستان په ډېرو برخو کې ایراني تېل په زیات شمېر کې کارېدل چې کله ایراني پیټرول له لوی اختره راهسې تړل شوي نو په ( پاکستان اسټیټ ایل)  پمپونو باندې ګڼه ګوڼه زیاته شوې چې له کبله یې په پمپونو کې تېل تمام شوي،  د هغوی په خبره چې په کوټه کي به دوی د ورځې پر سر ۲۰۰۰ لیټره تېل خرڅول چې ایراني پیټرولو تړلو ورسته وس د ورځې پر سر تر ۳۰۰۰۰ لیټره خرڅوي.، دویې وایي چې ایراني پیټرول تړل شوي نو خلقو د ( پاکستان اسټیټ ایل)  پمپونو مخه کړې چې په پمپونو کې زېرمه تمامه شوې.

د تېلو د کمښت له کبله د بلوچستان پښتنې سیمې زیاتې اغزمنې شوي ځکه دي چې دغه تېل به د ایران پولي( بارډر) څخه په بلوڅې سیمو کې راتلل کې له مستونګ ورسته به کوټې او د بلوچستان پښتون مېشتو سیمو ته په قاچابري  رسېدل.

 د جولایي پر ۲ مه د کوټې ضلعي انتظامې مشر ( ډپټي کمشنر)مهرالله بادیني د تېلو د کمپنیو او د هغه پر رسد باندې وېلي چې رجسټرډ شوی پمپ تړل کېدل او یا په ګرانه بیه پیټرول خرڅول به ونه زغمي او هر رجسټرډ شوي پمپ ته یې د تر ۵۰۰۰  لیټرو تېل رسولو هدایت جاري کړي.

د کوټې ضلعي انتظامې مشر د هغه پیټرول پمپونو پر ضد هم عملیات کړی چې تېل یې په لوړه بیه خرڅول.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.