خېبر پښتونخوا کی باران او طوفان ۲ کسان مړه کړي او ۳۱ دیرش یې ژوبل کړي دي.
د قدرتی افتونو د نظم ادارې پي ډي اېم اې د جون په درېمه یو بېان کې وېلي چې د جون په دوېمه ماښام او شپه دغه بارانونه او طوفانونه د خېبر پښتونخوا صوبی په پیښور، چارسدې، نوښار او بنو کې راغلي چې پکې د کورونو ودانۍ هم ړنګې شوي دي.
د بنو د روغتون وېاند نعمان خان مشال ډیجیټل ته وېلي چی د باران او طوفان د وجې زخمیان شوي ۲۷ کسان یاد روغتون ته وړلې شوي وو، چې یو کس پکې مړ شوې دی.
د دویې په خبره چې د زخمیانو ویړېا درملنه شوی،
پي ډي اېم اې په خپل خبر کې زیاته کړې چی مړه شوی دواړه نارینه وو او په زخمیان شویو کی ۷ زنانه، ۸ ماشومان او ۱۶ نارینه شامل دي.
د پی ډي اېم اې په وينا چې دویې ضلعي انتظامیو او اړونده ادارو ته خبردارې هم ورکړې چې د باران او تېزو بادونو لړۍ به د جون تر ۵مې نېټې پورې دوام ولري، بائد هغوي دې حفاظتي ګامونه هم واخلي…