د خېبر پښتونخوا د ځنګلي ژوند (وائلډ لایف) محکمې د باجوړ ضلعې د واړه ماموند تحصیل په سپرې مندوګۍ سرحدي سیمه کې د یو عام پړانګ (کامن لیپرډ) د ناقانونه ښکار پېښې سخت نوټس اخیستی او د زمه وارو کسانو پر ضد یې د قانوني کارروایۍ پیل کړی دی.
د محکمې له خوا په خپره شوې اعلامیه کې د باجوړ د ځنګلي ژوند د ډویژنل فارسټ افسر د لومړني راپور له مخې ویل شوي چې دا پېښه له افغانستان سره پولې ته څېرمه په یوه غریزه سیمه کې شوې ده. پرون د جولایي په نولسمه نیټه دغې پړانګ د سیمې ګڼ شمېر څاروي یې داړلي وو، او ورستو بیا د سیمې د اوسېدونکو له خوا ووژل شو.
محکمې ویلي، کله چې ورته د پېښې خبر ورسېد، نو سمدستي یې د اړوند رینج افسر او د فیلډ کارکوونکي سیمې ته واستول، څو د پړانګ مړی ترلاسه او قانوني کارروایي پیل کړي. خو د سیمې د امنیتي وضعیت له امله پولیسو ټول ټیم ته د پېښې ځای ته د تګ اجازه ور نه کړه، له همدې امله یوازې محدود شمېر کارکوونکي د مړي د ترلاسه کولو لپاره وړاندې لاړل. سربېره پر دې، په سیمه کې د موبایل شبکې د نشتوالي له امله د اړیکو په ساتلو کې هم ستونزې موجودې وې.
د راپور له مخې، ډویژنل فارسټ افسر په خپله د ضلعي ادارې، د سیمې له مشرانو او نورو اړوندو ادارو سره اړیکې پیل کړې دي، څو د پړانګ مړی په خوندي ډول ترلاسه شي. د پېښې زمه وار کسان وپېژندل شي او د خېبر پښتونخوا د ځنګلي ژوند او حیاتي پرمختګ قانون ۲۰۱۵م له مخې پرې سخته قانوني کارروایي وشي.
محکمې ویلي چې د پېښې پلټنې روانې دي، او کله چې پلټنې بشپړې شي، د تورنو کسانو پېژندنه او د قانوني اقدام نور جزیات به له خلکو او رسنیو سره شریک کړل شي.