د باجوړ پولیسو مشال ډیجیټل ته وېلي، د جولایي په ۷مه غرمه مهال د اینزري نومې سیمې وسیدونکې عبدالرازق به ډزو وژلې دی.
پولیس زیاتوي چې دغه پیښه هغه مهال شوې، چې عبدالرازق په لویې سم نومې سیمه کې خپل کار پسې روان وو.
دویې زیاته کړه، چې لا هم د د عبدالرازق قاتلین معلوم نه دي او پولیس د پیښې ځایې ته ورغلي، او پلټنې یې پېل کړي.
یاده دې وي، چې د عبدالرازق رور ډاکټر طارق هم تېر کال په لسمه جنورۍ د باجوړ خار په سیمه کې د عوامي نیشنل ګوند د یو مشر مولانا خانزیب سره په ګاډي کې ناست وو، چې نامعلومه وسله والو په هغه ګاډي ډزې کړې وې. هغه پیښه کې مولانا خانزیب وژل شوی وو او ډاکټر طارق پکې زخمي شوې وو.