ایشیایي ترقیاتي بېنک پاکستان لپاره ۷۰۰ ملیونه ډالرو قرضه منظوره کړې

د ایشیایي ترقیاتی بېنک (اې ډي بي) په ویبپاڼه د جون په اتلسمه جاري شوې اعلامیه کې ویل شوي، د دې پروګرام مقصد د بيمې کورېج/پوښښ پراخول او د تحفظ په نظام کښې موجودې تشې کمول دي.

په اعلاميه کښې ويل شوي چې د دې پروګرام لاندې به کورنيو، کاروبارونو، بزګرانو او عامه ماليې ته د سختو موسمي حالاتو، قدرتي آفتونو او نورو خطرونو پر ضد مالي تحفظ ورکول کېږي. تمه ده چې د دغو اصلاحاتو په نتيجه کښې به مالي کمزورۍ کمې شي، له بحرانونو وروسته به د بيا رغونې عمل چټک شي او پر عامه ماليه به فشار راکم شي.

د اعلاميې ترمخه، ټول‌شموله او د بيړنيو حالاتو سره سمون لرونکې د بيمې منصوبې به په ځانګړي ډول د بزګرانو، ښځو او کمزورو کورنيو لپاره عامې او پراخې کړې شي. همدارنګه به د ښځو او جينکو د اړتياوو مطابق د بيمې ځانګړې حل لارې او اسانتياوې هم رواجول کېږي او وده به ورکول کېږي.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.