امريکا د بې اسناده کډوالو شړلو لړۍ ګړندۍ کړې ده

د امريکا حکومت د بې اسناده کډوالو د اخراج کمپاین ګړندی کړی ۔ 
د امریکا د مهاجرت او ګمرکونو د تطبیق (اميګريشن اينډ کسټمز انفورسمنټ)  ادارې په وینا، د جون په وروستیو پنځو ورځو کې د اخراج کمپاین په لړ کې ۱۰۰۰۰ کسان نیول شوي دي ۔
د امریکا د مهاجرت او ګمرکونو د تطبیق ادارې ویلي چې تر اوسه پورې د ټولو نيول شوو کسانو شمیر نږدې ۳۹۰۰۰ ته رسیدلی دی ۔
د امریکایي چارواکو په وینا، دا کمپاین ځکه پيل شوی چې قاتلان، جنسي مجرمان ، له ماشومانو ناوړه ګټه اخیستونکي، ترهګر او نور غیرقانوني مجرم  کډوال له هیواده وباسي ۔
د بې اسنادو کډوالو د ایستلو هڅې ریکارډ شمېرو ته رسیدلي دي او په اوسط ډول هره ورځ له ۳،۲۰۰ څخه ډیر کسان شړل کيږي ۔ 
د امريکا فدرالي عدالت (محکمې) هم يوه پریکړه کړې ده چې ترمخه يې حکومت کولی شي په ټول هيواد کې د "چټک ایستلو" پالیسۍ پراخه کړي ۔ د پريکړې ترمخه حکومت کولی شي په ټوله امريکا کې د کډوالۍ چارواکي اوس کولی شي هغه غیر اتباع چې د هیواد په هر ځای کې نیول شوي وي د کډوالۍ قاضي په وړاندې د معیاري اوریدنې پرته په چټکۍ سره بیرته وباسي، په دې شرط چې مهاجر د دوو کلونو لپاره په دوامداره توګه په متحده ایالاتو کې اوسيدل ثابت نه کړي ۔
د راپورونو ترمخه اړوند چارواکو په کارځایونو چاپې وهل ګړندي کړي دي، چې په مستقیم ډول یې د کرنې او میلمه پالنې په څیر صنعتونو باندې اغیز کړی دی ۔ دوی هڅه کوي چې بې اسناده کډوال په خپله خوښه له امريکا لاړ شي او که څوک په خپله خوښه نه ځي نو دوی يې نيسي او بيا يې شړي ۔ 

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.