امريکا به لبنان سره دمرستو لړۍ جاري ساتي،ډونلډ ټرمپ

  د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ ويلي دي چې امريکه به لبنان سره د مرستو لړۍ جاري ساتي او د دې ملک  د امن او استحکام لپاره به مرسته کوي.

ټرمپ دا خبرې د نهې په ورځ سپينه ماڼۍ( وايټ هاوس) کې د لبنان د صدر جنرال جوزف عون سره د ملاقات نه پس خبريالانو ته وکړې. هغه وويل، اسراييلي پوځ د جنوبي لبنان نه په شا شوی او دا وخت خپل ځواکونه بيا په نورو ځايونو کښې ځای په ځای(تعينات) کوي.

د لبنان صدر جوزف عون وويل، اوس وخت راغلی چې لبنان امن وويني او د جګړو نه راووځي. هغه زياته کړه چې دا هدف د دواړو  ملکونو  په ګډو( شريکو) هلو  ځلو ترلاسه کېدای شي.

جوزف عون د امريکې د صدر ډونلډ ټرمپ مننه هم وکړه او وې ويل، د اسرايلو سره د چوکاټي تړون په کولو کې د هغه مرسته د لبنان لپاره يوه مهمه او تاريخي لاسته راوړنه( کاميابي) ده.

  د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ ويلي دي چې د امريکې او لبنان اړيکې ښې دي او واشنګټن به د لبنان د خلقو مرسته همداسې جاري ساتي.

ټرمپ د لبنان د صدر جوزف عون سره د ملاقات نه پس خبريالانو ته وويل، لبنان د ډېر وخت نه د جګړو او حملو سره مخ پاتې شوی، خو امريکه به د لبنان سره د احترام او مرستې اړيکې( تعلقات) جاري ساتي.

د ايران په اړه د يوې پوښتنې په جواب کې ټرمپ وويل، ايران د مذاکراتو خواهش لري، خو دا وخت واشنګټن د تهران سره ملاقات يا خبرو ته تيار نه دی. هغه وويل، تر څو چې د نتيجې راوتلو امکان نه وي، مذاکرات به هم نه کېږي.

ټرمپ يو ځل بيا خپل  دا دريځ تکرار کړو چې ايران ته به د ايټمي وسلو د جوړولو اجازه ورنه کړل شي. هغه وويل، امريکه د ايران پوځي صلاحيتونه کموي او په دې لړ کې به خپل اقدامات جاري ساتي.

د امريکې صدر زياته کړه چې د ايران په اړه کار لا نه دی ختم شوی، ځکه به واشنګټن خپله موجوده پاليسي همداسې جاري ساتي.

د مينځني ختيځ په صورتحال  دخبرو کولو  په دوران ټرمپ د حوثيانو له خوا د سعودي عرب خلاف د سمندري ناکه بندۍ د خبرداري په اړه وويل، که داسې څه حالات جوړ شول، نو امريکه به خپل کردار ادا کړي.

هغه دا هم وويل چې امريکه د نړۍ تر ټولو طاقتور دفاعي نظام او جديدې وسلې لري.

ټرمپ د لبنان د صدر جوزف عون په اړه وويل، که هغه وغواړي نو دی د حزب الله سره د خبرو لپاره هم تيار دی.

بلخوا ټرمپ د وينزويلا په اړه هم وويل چې د امريکې او وينزويلا  تعلقات  ښه شوې دي او امريکه دا وخت د هغه ملک نه تېل هم اخلي.

بلخوا د لبنان پوځ د جنوبي لبنان د نبطيه سيمې په زواتر الغربيه ښار کې خپل پوځيان  تعينات کول شروع کړي دي. دا ګام هغه وخت پورته کړل شوی چې اسرايلي پوځ د يادې سيمې نه وتلی او د دواړو اړخونو ترمينځه د رابطو په نتيجه کښې د لبنان پوځ هلته خپل کنټرول اخلي.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.