د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ د جمعې په ورځ امريکايي پوځ ته په ايران دنورو حملو نه کولو حکم کړى دى چې ورسره د شاوخوا دوه اوونيو راهيسې هره ورځ روانې فضايي حملې ودريدلي دي
د امريکا دخبري وېبپاڼې Axios د رپورټ ترمخه ، ډونلډ ټرمپ چې پرلهپسې ۱۳ ورځې يې هره ورځ د حملو منظوري ورکوله، د جمعې لپاره يې د نوې حملې اجازه ور نه کړه. خو لا دا نه ده معلومه چې دا يوازې عارضي فيصله ده او که د امريکا په پاليسۍ کې د کوم لوی بدلون نښه ده.
د رپورټ تر مخه، ټرمپ دا ګڼي چې تر اوسه پوځي عملياتو پر ايران ښه خاص فشار اچولی دی، نو له دې نه زيات جنګ نه غځول او سفارتکارۍ ته موقع ورکول به ښه وي.
رپورټ زياتوي چې امريکايي پوځ د هر شان امکاني تاوتريخوالي لپاره خپلې تيارۍ روانې ساتلې دي، خو تر اوسه صدر ټرمپ د کوم نوي پوځي اقدام حکم نه دی ورکړی.
سپينې ماڼۍ کې خبريالانو سره د خبرو په وخت ټرمپ وويل، که ضرورت پېښ شو نو په ايران به بيا هم حملې وکړي، او د ايران هر هغه څه چې لري، تباه کيداى شي.
بلخواد ايران د پاسدارانو وياند خبرداری ورکړی دی چې که برطانيه د ايران خلاف جنګ کې د امريکې مرسته وکړي، نو دغه ملک به يې يقيني او جايز هدف وګرځي
د وياند ترمخه، د ايران خلاف چې په هره پوځي کارروايۍ کښې د برطانيې پوځي اډې يا نور پوځي ځايونه استعمال شي، نو د ايران وسله وال پوځ به هغو جايز پوځي هدف ګڼي او حمله به پرې کوي.
بل لوري ته د ايران د سپاه پاسداران وياند، جنرل حسين محبي، دعوه کړې چې له هغه وخته چې د اسلاماباد مفاهمتي يادداشت مات شوی، د ايران په جوابي حملو کې د ۲۰۰ نه زيات امريکايي پوځيان وژل شوي او د زخميانو شمېر ددې نه هم ډېر دی.
جنرل حسين محبي د ايران يو خبري اژانس ته په مرکه کې وويل چې د امريکې له خوا د خپلو وژل شويو پوځيانو په اړه خپورشوى شمېر سراسر دروغ دى.
هغه دا دعوه هم وکړه چې د ايران په حملو کې د سيمې دننه د امريکا ۸ پوځي اډې په نښه شوي، او په يو ځای کې موجود ۲۰ حفاظتي ځالې هم په مکمله توګه تباه شوي دي.
جنرل محبي وويل چې د امريکې حکومت بايد خبريالانو ته د هغو تباه شويو امريکايي پوځي اډو د ليدو اجازه ورکړي، چې دغه شان هغوي په خپلو سترګو وويني چې څومره امريکايي پوځيان وژل شوي دي.