د سېنېټ داقليمي يا موسمي بدلون او چاپېریال ساتنې کمېټې مشرې شېري رحمان ویلي چې د اقليمي بدلون اړوند بجټ کې وروستی کمښت د اندېښنې وړ دی، ځکه پاکستان د سختو موسمي بدلونونو له نوو خطرونو سره مخ دی۔
په اسلام اباد کې د کمېټې غونډې ته د وینا پر مهال شېري رحمان وویل چې هېواد دا مهال د سختې ګرمۍ، د ګلېشیرونو د چټک ویلې کېدو، د بارانونو د بې ترتيبه کېدو، د اوبو د کمښت او د ښارونو د چاپېریالي ستونزو له زیاتېدو سره مخ دی۔
شېري رحمان وویل چې د موسمي بدلون وزارت لپاره د ترقياتي پروګرام بجټ له ۳.۵ اربه روپیو څخه ۲.۴۷۸ اربه روپیو ته راکم شوې دی۔ د هغې په وینا، د موسمي خطرونو د زیاتېدو باوجود د بجټ کمېدل د حیرانتیا خبره ده۔.
هغې ټینګار وکړ چې د راتلونکي مون سون موسم لپاره تياري باید د حکومت لومړیتوب وي او اړونده ادارې باید په ګډه کار وکړي۔
شېري رحمان د “کلایمټ اتھارټي” په نوم د یوې نوې ادارې د جوړولو په اړه هم پوښتنې راپورته کړې او ویې ویل چې د نوو ادارو جوړول به یوازې د حکومتي لګښتونو د زیاتېدو سبب شي۔
د غونډې پر مهال د طبیعي افتونو د نظم ملي ادارې مشر انعام حیدر ملک کمېټې ته وویل چې د ۲۰۲۶-۲۷ کال پر مهال د “اېل نینو” موسمي چپه د سیمې پر موسم اغېز کولی شي او د سختو موسمي پېښو امکان به زیات کړي۔
هغه زیاته کړه چې د ۲۰۲۶ کال په جون میاشت کې د نړۍ تودوخه د پخوا په پرتله شاوخوا ۱.۴۷ درجې سانتي ګراد او په پاکستان کې ۱.۵۶ درجې سانتي ګراد لوړه ثبت شوې ده۔
شېري رحمان د ګلېشیرونو د ویلې کېدو له امله د اوبو د راتلونکي کمښت په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه او پوښتنه یې وکړه چې که ګلېشیرونه کم شي، نو په راتلونکو کلونو کې به د اوبو ذخيرې څنګه محفوظ ساتل کېږي۔