یورپي کمیشن پر ګوګل د نږدې یو ارب ډالرو جریمه ولګوله

یورپي کمیشن د امریکا پر ټېکنالوژۍ ستر شرکت ګوګل د ۸۹۰ میلیونه یورو (نږدې یو ارب امریکایي ډالره) جریمه لګولې ده. کمیشن وایي، ګوګل د خپلو ډیجیټل خدمتونو لپاره داسې تګلاره خپله کړې وه چې د نورو سیالو شرکتونو حقونه یې اغېزمن کړي او د یورپي اتحادیې د ډیجیټل مارکیټ قانون (ډيجيټل ماركيټس ايكټ) خلاف ورزي یې کړې ده.

د یورپي کمیشن د جولای په ۲۳مه په خپور شوي بیان کې ویل شوي، ګوګل په خپل سرچ انجن کې د خپلو خدمتونو لکه د هوټلونو، الوتنو او سفرونو اړوند معلومات د نورو شرکتونو په پرتله په لومړیو پایلو کې ښودل. د کمیشن په وینا، دې کار نورو شرکتونو ته د برابرې سیالۍ موقع کمه کړې او کاروونکو ته یې د انتخاب حق محدود کړی دی.

کمیشن دا هم وایي چې ګوګل د ګوګل پلی سټور له لارې د موبایل ایپ جوړونکو ته اجازه نه ورکوله چې خپل کاروونکي د تادیې ارزانه یا بدیلو لارو ته ورواړوي. د یورپي اتحادیې په باور، دا ډول کړنې د ازاد بازار او عادلانه سیالۍ له اصولو سره په ټکر کې دي.

د سیالۍ چارو لپاره د یورپي کمیشن چارواکو ویلي، د ډیجیټل مارکیټ قانون هدف دا دی چې د نړۍ لویې ټېکنالوژۍ کمپنۍ له خپل واک څخه ناسمه ګټه وانخلي او ټولو شرکتونو ته په بازار کې د سیالۍ برابر فرصتونه برابر شي.

بلخوا، ګوګل د دې پرېکړې مخالفت کړی دی. د شرکت د نړیوالو چارو مشر کینټ واکر ویلي، د یورپي کمیشن دا پرېکړه له حقیقتونو سره سمه نه ده او د دوی په باور به د شرکت پر خدمتونو او د کاروونکو پر اسانتیاوو منفي اغېز وکړي.

هغه ویلي، که ګوګل اړ شي خپل اوسني اصول بدل کړي، نو د سرچ انجن ځینې ګټور فیچرونه، د بیو سملاسي معلومات او د ګوګل پلی سټور امنیتي تدابیر به کمزوري شي، چې زیان به یې په پای کې کاروونکو ته ورسېږي.

دا لومړی ځل دی چې د ډیجیټل مارکیټ قانون (ډي ايم اى) له مخې پر یوه لوی ټېکنالوژۍ شرکت دومره ستره جریمه لګول کېږي. دا قانون د دې لپاره نافذ شوی چې د بازار لوی شرکتونه د خپل ځواک په وسیله پر کوچنیو سیالو شرکتونو برلاسي پیدا نه کړي.

یورپي کمیشن ویلي، که ګوګل په راتلونکو ۶۰ ورځو کې خپلې پالیسۍ د ډي ايم اى  قانون سره برابرې نه کړي، نو پر شرکت به نورې جرمانې او اضافي قانوني اقدامات هم وشي. شنونکي وایي، دا پرېکړه ښيي چې یورپي اتحادیه غواړي د نړۍ پر سترو ټېکنالوژۍ شرکتونو خپل قوانین په کلکه عملي کړي او د ډیجیټل بازار په برخه کې عادلانه سیالي یقیني کړي.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.