د ایرلېنډ کرکټ لوبډلې د جمعې په ورځ په بیلفاسټ(ایرلېنډ) کې د شل اوریزې لوبې په لومړي مېچ کې د هند لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره تاریخي بریا خپله کړه.
د نړیوال کرکټ کونسل په ویبپاڼه د لیکلې شویو معلوماتو سره سم، د جون په ۲۶مه ایرلېنډ هند ته په ۳۴ منډو ماتې ورکړه، دا د کرکټ په ټولو فارمیټونو کې د شل اوریز نړیوال اتل هند خلاف د ایرلېنډ لومړۍ تاریخي بریا ده.
د ایرلېنډ کرکټ لوبډلې په ټاکل شوي ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو ۱۸۳ منډې/رنزونه جوړ کړل. په دغه منډو کې د ایرلېنډ لوبډلې کپتان لورکان ټېوکر نیمه سنچري/نیمه سلیزه منډې هم جوړې کړی دي.
د هندوستان مشهور او پیاوړې بیټنګ لوبغاړي د ایرلېنډ بالرانو په ۱۸.۵ اورونو کې په ۱۴۸ منډو وسوځول.