کينيډا کې د  930 نه زيات ځنګلي اورونه، زرګونه کسان   متاثره

  کينيډا کې د ځنګلي اورونو بحران نور هم سخت شوى دى، چرته چې د ګل په ورځ تر 930 زيات ځنګلي اورونه بلېدل. چارواکي وايي، د دغو اورونو نه ډېر اوس هم د قابو نه بهر دي، او اونټاريو، برټش کولمبيا او شمال لوېديځو سيمو کې په غټه کچه امدادي هلې ځلې روانې دي.

د اونټاريو وزيراعظم ډګ فورډ اووېل، سږ کال په صوبه کې د اور له وجې سوځېدلې زمکه شاوخوا 735,000  ايکړه ته رسېدلې ده. هغه وويل، دا وخت 190 فعال اورونه دي چې پکې په 56 لا هم قابو نه ده موندل شوې. د اورونو له وجې  خوا شا 1,800 کسان د شمالي سيمو نه خوندي ځايونو ته منتقل کړل شوي دي.

بلخوا برټش کولمبيا کې له 100 نه زيات ځنګلي اورونه رپورټ شوي دي. د کمبرلي ښار سره نزدې د يو لوي اور له وجې له 8,000 نه زياتو اوسېدونکو ته د ممکنه انخلا لپاره د تيار اوسېدو هدايات جاري شوي دي، او په ځينو سيمو کې سلګونو کورونو ته هم خبرداري ورکړل شوى دى.

په شمال لوېديځو سيمو کې 201 فعال اورونه دي چې پکې 194 بې قابو دي. د کينيډا د ماحولياتو ادارې د لوګي او خرابې هوا له وجې د صحت خبردارى هم جاري کړى دى.

  د کينيډا  وفاقي حکومت وېلي، چې د صوبو، د اصلي اوسېدونکو ټولنو او بېړنيو خدماتو   ادارو سره په  شريکه د ځنګلي اورونو د قابو کولو عمليات روان دي.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.