د بلوچستان د پښتون مېشتې سیمه هنه اوړک کې د وسلوالو په برید کې د ۴ کسانو له وژل کېدو وروسته، د وژل شویو د کورنیو، د سیمې د خلکو او سیاسي ګوندونو احتجاجي پرلت درېیمې ورځې ته وغځېد.
پرلتوال وايي، تر هغه به مړي نه ښخوي چې د پاکستان د امنیتي ادارو مشران کوټې ته نه وي ورغلي او د دوی غوښتنو ته یې د عملي کېدو ډاډ نه وي ورکړی.
دا پېښه د د کوټې ښار څخه شاوخوا ۲۵ کلومیټره لیري ختیځ اوشمال لورته واقع هنه اوړک کلي ببری کې د جولای پر ۵ مه د شپې رامنځه شوې وه.
د یادې سیمه یوه اوسېدونکی عجب خان کاکړ وایي چې په ګڼ شمېر کې وسلوال د ببری کلي ته راغلی او هلته یې پر ولسي وګړو ډزې پېل کړي، هغه په خبره چې د وسلوالو شمېر تر ۲۰۰ پورې شاوخوا چې درنه وسله (اسلحه) ورسره وه چې يو څو ساعته کې د یاد کلي کورونه په نښه کول.

صوبایي وزیر بخت محمد کاکړ د هنه وړک د پېښي پخلی کړی دهغه په خبره چې په پېښه کې ۴ کسان وژل شوي او ۸ ژوبل شوي دي چې د هنه وړک اوسېدونکي دي.
د یادې سیمې اوسېدونکې ادعا کوي چې وسلوالو ۱۱ کسان هم تښتولي. خو د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیا لانګو ویلي چې د حکومت سره د ۷ کسانو د تښتولو اطلاعات دي.
د جولای پر ۶ مه د تښتولو کسانو د مړو مندولو اطلاع وه خو د کورنیو چارو وزیر ضیا لانګو دغه ادعا ناسمه بللې او تردید یې کړی.
له دې پېښي پر ضد دیادې سیمې خلکو، د مړو خپلوانو او سیاسي ګوندونو د کوټې عسکري پارک سره نژدې پرلت وهلی او له حکومت ته غوښتنه کوي چې د دوی سیمې ته دي امن ورکول شي او تښتول شوي کسان دې راخوشي کړل شي.
د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیاالله لانګو د جولای پر ۶ مه ویلي چې له برید وروسته امنیتي ځواکونو په سیمه کې عملیات پیل کړي دي. د هغه په وینا، په عملیاتو کې ۴ امنیتي سرتېري ژوبل شوي او ۴ بریدګر هم وژل شوي، خو تښتول شوي کسان لا نه دي موندل شوي.
د وژل شویو د کورنیو غړي وايي، تر برید مخکې یې څو ځله چارواکي په سیمه کې د وسلوالو له موجودیت خبر کړي وو، خو د دوی په خبره، د امنیت د ټینګښت لپاره عملي ګامونه ونه اخیستل شول.
په همدې حال کې د بلوچستان حکومت وايي، د اغېزمنو کورنیو د غوښتنو د ارزولو لپاره یې پر لوړه کچه کمېټه جوړه کړې او په یاده سیمه کې یې ګډه امنیتي پوسته هم فعاله کړې ده.
د بلوچستان اعلا وزیر میر سرفراز بګټي هم ویلي چې د وژل شویو د کورنیو مالي مرسته، د ماشومانو د زده کړو لګښت او نورې مرستې به حکومت پر غاړه واخلي.
د پرلوالو پر موجوده غوښتنه خو امنیتي ادارو څه نه دي ویلي، البته وفاقي او صوبایي امنیتي ادارو او په خصوصی توګه د پوځ د مطبوعاتو ادارې ایې ایس پي ار په تیرو وختونو کې ویلي چې دویې ژمن دي چې په سیمه کې امنیت پر ځایې کړي، او وخت په وخت د وسله والو ضد عملیات هم کوي.
بل لور ته د جولای پر ۶ مه د زیارت کراس باندې له کوټې څخه خیبر پښتونخوا او پنجاب ته تلونکې لویه لاره د هر ډول ټریفیک د تګ راتګ پر مخ د احتجاج په توګه تړلې ، داحتجاج کونکې ادعا کوي چې له دوی له زیارت کراس سیمه څخه په ګڼ شمېر کې وسلوالو په لوی شمېر کې پولیس سرتېري تښتولي. خو ددې پېښي اړوند حکومتي چارواکوو تر اوسه کوم رسمي خبر نه دی جاري کړی.
یاده دي وي چې زیارت کراس سمه د هنه وړک سیمې سره په څنګ کې شمال لور ته واقع ده. له تېرې څه مودې څخه د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو لکه هنه وړک، منګله او زیارت سیمه کې د وسلوالو لخوا خلک په نښه کیږي او حکومت وایي چې د وسلوالو پر ضد عملیات کوي